‘که د افغانستان حالات همداسې داوم وکړي ملک تباه کېږي’

د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی او جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي چې دوی د نظام د ښه والي په خاطر ځینې مشورې ورکړي خو پاملرنه نه ده ورته شوې.

سیاف د پنجشنبې په ورځ د مجاهدینو د بریا د ورځې د لمانځلو په هدف د حراست او ثبات شورا له خوا جوړې شوې غونډې ته وویل چې دوی نه غواړي ملت تباه شي بلکې ځینې بدیلې لارې په پام کې لري.

(( کومو مشورو ته چې د نظام د ښه والي لپاره وې چا غوږ نه دی ایښی. که وضعیت همداسې دوام وکړي چې زموږ ملک تباه کوي مونږ به په بدیلو لارو چارو غور کوو))

ښاغلي سیاف یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی د نظام د سقوط پلوي نه دي او مسوول کسان دې د مجاهدینو او خلکو پر ضد د قوي جګړو مخه ونیسي.

تر اوسه پورې د ښاغلي سیاف د دغو څرګندونو په اړه افغان حکومت څه نه دي ویلي.