ناټو د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د خبرو هر کلی وکړ

د ناټو مشر، يينس ستولتنبرګ

د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د سولې د خبرو هرکلی وشو. همداراز پرون د ناټو بهرنيوو چارو وزيرانو په غونډه کې اعلان وشو چې دوی به له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ له ۲۰۱۶ کال وروسته هم جاري ساتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د بيلجيم په برسلز کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل چې ټولو هيوادونو د افغانستان د سولې بهير ملاتړ وکړ.

هغه زياته کړه: ((تر کومه ځایه چې له اسلامي حزب سره په وروستیو کې کومې خبرې یا ارتباط لري دوی د دې هرکلی وکړ، موږ ډېر هیله من یو چې دا خبرې به نورو مخالفو وسله والو ته د روغې جوړې لپاره لاه پرانیزي، د نورو ډلو ځای کېدل به وخت وغواړي خو د افغانستان حکومت د سولې هڅو ته ژمن دی ځکه چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه هوارېږي او یوه سیاسي حل لاره باید ورته پیدا شي.))

د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د صلاح الدنی رباني تر څرګندونو مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د سولې پر هڅو ټینګار وکړ او یې ویل چې د افغانستان لانجه پوځي لارې نه له سیاسي لارې هواریدای شي او په دې برخه کې پاکستان مهم نقش لرلای وشي.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په دې غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې تر ٢٠١٦میلادي کال وروسته به هم په افغانستان کې خپل روزنيز او د ملاتړ ماموريت يا مشن ته ادامه ورکړي. د ناټو مشر ينس سټولتنبرګ پرون د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د دوه ورځنۍ غونډې په وروستئ ورځ وويل چې افغانستان به يوازې نه پريږدي.

سټولتنبرګ همداراز وويل چې افغان ځواکونو د ترهګرو په وړاندې د ناټو له روان پوځي روزنيز پروګرام څخه ښه ګټه اخيستې. دا پروګرام په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوی وو.

هغه زياته کړه: ((افغانستان به له جدي امنيتي چلينجونو سره مخامخ شي ځکه نو دلته وزيرانو تر ٢٠١٦ میلادي کال وروسته هم د غوڅ ملاتړ د ماموريت پر دوام موافقه وکړه. زموږ پوځي چارواکي به تر ٢٠١٦میلادي کال وروسته دلته او افغانستان کې د دغه ماموريت پر جزياتو کار وکړي.))

ناټو افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت تېر کال دغه هيواد کې د خپل جنګي ماموريت تر ختمولو وروسته پيل کړ.

په همدې حال کې برتانيا اعلان کړى چې له افغانستان سره به په پوځي برخه کې د شا و خوا ١٠٢ مليونه ډالرو کلنۍ مالي مرسته کوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په پرونۍ غونډه کې وويل، بريتانيا به د افغان دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي.

په داسې حال کې چې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر درې نيم لکو ته رسېدلى خو وسله وال طالبان لا هم يو لوى خطر ګڼل کېږي.