په کراچۍ کې د دغه سازمان د سېوري لاندې د جمعې په ورځ يوه غونډه وشوه چې پکې له پېښور څخه راغلي د يادې ادرې مشرانو په ګډون په کراچۍ کې د مدني ټولنې فعالانو هم ګډون وکړ.
دغه غونډې ته د وېنا پروخت د بيلا بيلو سازمانونو غړو او د مدني ټولنې فعالانو وويل چې مرکزي حکومت غواړي د غېرسرکاري تنظيمونو کار ګران کړي خو دوی به د ټول هېواد فعالان راغونډوي، غونډې به کوي او بيا به د دغه غونډو فېصلې حکومتي چارواکو ته وړاندې کوي.
د پښتونخوا د مدني ټولنو شبکې يو غړي قمرنسيم مشال رېډيو ته وويل چې د داسې غونډو کولو مقصد يې مدني ټولنې له دغه نوي قانون څخه خبرول دي. نوموړي زياته کړه: ((د دې بل بنيادي مقصد دا دی چې کومې غيرسرکاري ادراې چې له مرستندويه ادارو څخه له لس لکو څخه ډېرې پيسې اخلي نو له حکومته به يې اجازت اخلي. د دې مانا دا شوه چې حکومت په مدني ټولنو فنډ بندول غواړي.))
دا قانون به حکومت ته يوه داسې چاړه په لاس ورکړي چې دوی به يې پخپله خوښه د مدني ټولنو خلاف کاروي
قمرنسيم همداراز وويل چې حکومت د غيرسرکاري ادارو يو ليسټ جوړ کړی چې دا قانون به پرې عملي کيږي. د هغه په خبره دا قانون حکومت ته داسې يوه چاړه په لاس ورکوي چې د خپلې خوښې مطابق به یې کاروي.
کراچۍ کې د مدني ټولنو د غړو دې غونډه کې وويل شول چې دوی به په سرښار اسلام اباد کې يوه لويه غونډه کوي او تر هغې وروسته به حکومت سره خپلې اندېښنې شريکوي.
ياده دي وي چې د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په دې وروستيوو کې ويلي وو چې غيرسرکاري تنظيمونه بايد د خپلو فعاليتونو په اړه شفاف واوسي او حکومت ته يې په هکله رپورټ ورکړي.
قمر نسيم وايي د رپورټو ورکولو مطلب بايد دا نه وي چې حکومت په سختو قوانينو سره د غيرسرکاري ادارو لپاره د مالي مرستو مخه ونيسي.
د پښتونخوامدني ټولنو شبکې يا پښتونخوا سول سوسائټي نېټورک تر دې مخکې په کوټه هم ورته غونډې کړي وي.