که له زلمو نه پوره نه شوه، مېرمنو د جلال اباد خځلې ټولې کړې

فایل فوټو

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې مېرمنو د ښار پاکولو کار پیل کړی او پر خلکو غږ کوي چې د ښار د صفا سوتره ساتلو لپاره دې د دوی ملګرتیا وکړي.

په جلال اباد کې د مشال راډیو خبریال وايي چې د مدني ټولنو لسګونه فعالانې د ښار سرکونو ته راوتلې وې او په خپلو مټو یې د ښار په صفایۍ کې برخه اخېسته.

د کور ښځینه ادبي بهیر په نوښت دغه پروسه پیل شوېده. د نوموړې ټولنې مشره مقدسه احمدزۍ وايي:

« رضاکارانه توګه باندې کارکونکې مېرمنې له موږ سره په دې پروسه کې برخه اخلي. موخه مو داده چې په خلکو کې د ښار پاکولو روحیه پیدا کړو. »

نوموړې پر ښاروالۍ هم غږ وکړ چې د ښار د پاکوالي لپاره دې منظم پلان جوړ کړي او ښاریان دې هم پکې راشریک کړي.

مېرمنو له خلکو هم وغوښتل چې د ښاروالۍ لخوا دوی ته په ټاکلو شویو سیمو کې دې ګند غورځوي او ټول ښار دې نه ککړوي.

افغان مېرمنو تر دې وړاندې هم په جلال اباد او نورو ښارونو کې د لارو، کوڅو او سرکونو د پاکوالي لپاره هلې ځلې کړې دي.