د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
په نننۍ خپرونه کې مو له نومیالي موسیقار او سندرغاړي سیدا ګل مینا سره خبرې کړې دي. مینا ګڼ شاګردان لري چې له ده زده کړې کوي.
نوموړي ډېره موده په پېښور کې ژوند کړی او څو کاله کېږي چې په افغانستان کې په خپل پلرني ټاټوبي کې اوسي.
مینا وايي، د ده مشر تره استاد چمن ګل د موسیقۍ یو شمېر الې غږولې او پلار یې مینا ګل استاد هم ښه موسیقار وو.
د ده په خبره، د کورنۍ زیاتره غړي یې له موسیقۍ سره تړلي دي. استاد وايي، هر کس چې غواړي موسیقي زده کړي نو زده کولای یې شي خو یوازې باید ښه شوق ورسره ولري او ډېر وخت ورکړي. دی وايي، موسیقي د هېچا میراث نه دی.
له نوموړي سره نورې خبرې او سندرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.