د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماسټر علي حیدر او د هغه هلې ځلې


د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) پاڼې ته ښه راغلاست.

په خپرونه کې مو له نومیالي موسیقار او سندرغاړي ماسټر علي حیدر سره خبرې کړې دي. ماسټر حیدر وايي، د اووه کلونو له عمره یې د راډیو پاکستان له پېښور څانګې یې سندرې ویل پیل کړل او دا سلسله یې تر ۱۹۹۰ز کاله روانه وساتله خو بیا یې د مرۍ تر جراحۍ وروسته د سندرو کمپوزول پیل کړل.

حیدر وايي، په پښتو، دري، اردو، پنجابي او هندکو ژبو یې د سندرو کمپوزونه جوړ کړي او یو شمېر جایزې یا اېوارډونه یې ګټلي دي.

د ده په خبره، تر شاوخوا نهه کاله وقفې وروسته یې په ۱۹۹۹ز کال کې بیا د سندرو ویل پیل کړل.

له ماسټر علي حیدر سره نورې خبرې او د هغه سندرې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ماسټر علي حیدر او د هغه هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG