له تورخم نښتې ډریوران هم نښتي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پر تورخم د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ له روانې نښتې نه یوازې پر ډیورنډ کرښه میشتو دواړو غاړو پښتنو ته په تګ راتګ کې ستونزه جوړه کړې بلکې له مالونو ډک ګادي نن چارشنبه پر درېیمه ورځ هم په دې انتظار ولاړ دي چې کله به د افغانستان لور ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي. د ګاډو ډریوران وايي، روژې او ګرمي یې ستونزې لس چنده زیاتې کړي دي. او وايي، په ګاډو کې مالونه په خرابېدو دي.
د فرهاد شینواري ویډیو