پراګ - د اسلام اباد او کابل اړيکې د پاکستاني ځواکونو له لورې پر تورخم د دروازې جوړولو پر سر خرابې شوې دي.
د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ له تېرو څو ورځو راهيسې نښتې روانې دي چې پکې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوښتنه دا ده چې پر تورخم د دروازې جوړولو موضوع ايا د اړيکو د خرابېدو يوازينۍ وجه ده او که تر شا اصلي خبره بله ده؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير، په کابل کې د سياسي چارو پوه اباسين بريال او په لندن کې د سياسي چارو پوهه مونا اورنګزيب سره څېړل شوي دي.
خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.