په کراچۍ کې احمدي ډاکټر وژل شوی دی

د کراچۍ ګلشن اقبال سيمه کې د نهې په شپه ناوخته د نامعلومه وسله والو په ډزو چوهدري عبدالخليق نومې ډاکټر وژل شوی دی چې تعلق يې د احمدي ټولنې سره دی، پوليس وايي چې وسله وال د هغه کلينک ته ورغلي وو او هلته يې پرې ډزې کړې وې

بل اړخ ته د جماعت احمديه وياند سليم الدين وايي چې په لنډو ورځو کې په کراچۍ کې د احمدي ټولنې دا دوېم تن دی چې وژل کېږي ولې تر دې دمه د پوليسو له خوا هېڅ يو ملزم نه دی نيول شوی

د جماعت احمديه وياند سليم الدين د نهې په ورځ مشال رېډيو ته ووئيل چې په روانه مياشت کې هم په دې سيمه کې د احمدي جماعت د غړي د وژنې دا دوېمه پېښه ده خو لا تر دې دمه د پوليسو يا نورو امنيتي ادارو له خوا وژونکي نه دي نيول شوي او پوليس وايي چې دا د هدفي وژنې پېښه ده

((روانه مياشت هم په دې ځای کې دا دوېمه پېښه ده خو د دې پر شا چې کوم خلک يا ډله ده د هغوي پرضد امنيتي ادارو يا پوليسو څه کاميابي نه ده ترلاسه کړې، تر دې چې کراچۍ يا نورو سيمو کې زمونږ کوم خلک تر اوسه وژل شوي دي نو مونږ داسې کوم کس نه دی ليدلی چې پوليسو نيولی وي، مونږ ته نن هم پوليسو ووئيل چې دا هدفي وژنه ده خو مونږ وايو چې نوره هېڅ وجه نه ده بلکې يواځې دا سبب دی چې دوي احمديان دي، زمونږ د چا سره هېڅ څه ذاتي دشمني نشته))

د ګلشن اقبال سيمې پوليسو وئيلي چې پنځوست کلن ډاکټر چوهدري عبدالخليق په ابوالحسن اصفهاني روډ خپل کلېنک کې موجود وو چې موټر سائيکل سواره ناڅرګنده وسله وال راغلل او په هغه يې ډزې وکړې

د پوليسو په وينا احمدي ډاکټر باندې په داسې حال کې ډزې شوي چې په سيمه کې بجلي نه وه .

بل اړخ ته د ملير پوليسو مشر راؤ انوار مطبوعاتو ته وئيلي چې دا پېښه د سچل تاڼې په حدودو کې مخې ته راغلې او وژلی شوی تن په سر ويشتل شوی وو

د ذکر ده چې د دې وړاندې د مئي په پينځويشتمه نېټه هم د احمدي ټولنې غړی داؤد احمد په داسې حال کې نامعلومه وسله والو وژلی وو چې کله هغه د کور نه بهر ناست وو

د جماعت احمديه وياند سليم الدين د دې وروستو وئيلي وو چې د قامي اېکشن پلان تر مخه نفرت خوروونکو پرضد موثره کاروايي کېدل وو ولې د دوي د ټولنې خلاف پراپيګنډه کوونکي خلک ازاد ګرځي

د دې پېښې ذمه واري تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړې