اوباما تر راتلونکي کاله افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري ساتي

د اوباما نننۍ وینا یو انځور

پراګ - امریکايي ولسمشر باراک اوباما د خپلې واکمنۍ مودې تر پایه په افغانستان کې د ۸۴۰۰ سرتېرو ساتلو اعلان وکړ.

د چارشنبې پر ورځ له سپینې ماڼۍ څخه په خپله وینا کې اوباما وویل، د امریکايي ځواکونو ((د ستر قومندان په توګه یې دا روښانه کړې چې افغانستان به د ترهګرو پټنځای جوړېدو ته نه پرېږدي)) چې بیا د هغه پر هېواد برید وکړي. ده وویل، ((همدا لامل دی چې په مسلسل ډول د [امریکا] د ملي امنیت له ادارې)) سره یې د افغانستان په اړه ((تګلارې ته کتنه کړې ده.))

اوباما وویل، د بیا کتنو موخه دا وه چې په افغانستان کې ((څه کار کوي او څه باید بدل شي.))

((همدا لامل دی چې ما په [تګلاره] کې بدلونونه راوستل. له افغانستانه د پوځیانو ایستلو بهیر ورو کول یې یوه بېلګه ده.))

امریکايي ولسمشر د افغانستان په اړه په خپله تګلاره کې د بدلونونو بل مثال دا ورکړ چې په وروستیو کې یې هلته مېشتو امریکايي سرتېرو ته نور واک ورکړ چې ((هم له فضا څخه او هم پر ځمکه)) خپل عملیات پراخه کړي او له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره نوره مرسته وکړي.

اوباما وویل، تر اوږدې مودې امریکايي سرتېرو په افغانستان کې قربانۍ ورکړې نو ځکه دی ((پوخ باور لري چې دا یې د هېواد امنیت په ګټه ده)) چې خپلو ((افغان ملګرو ته د بریا تر ټولو ښه زمینه برابره کړي.))

امریکايي ولسمشر وویل، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مشر جنرال نېکولسن چې په پسرلي کې دنده پیل کړه نو هلته یې امنیتي حالات وڅېړل او د امریکايي ځواکونو کار ته یې کتنه وکړه. تر دې وروسته، د اوباما په خبره، د دفاع له وزیر، کانګرس، ملي امنیت له ادارې، له افغان حکومت او نړیوالو ملګرو سره یې مشورې وکړې او دا پرېکړه یې وکړه چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پخوانی بهیر بدل کړي.

ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۶ز کال تر پایه امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ ته ورټیټ کړي. خو اوباما وویل، د خپلې واکمنۍ مودې تر پایه به په افغانستان کې ۸۴۰۰ سرتېري ساتي.

د امریکايي ولسمشر باراک اوباما بشپړه وینا

په نومبر کې په امریکا کې ولسمشریز انتخابات کېږي او د امریکا نوی ولسمشر (یا ولسمشره) به د ۲۰۱۷ز کال په جنورۍ کې دنده سمبالوي.

اوباما البته سپینه کړه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت به د تېر په څېر پاتې وي. دا مهال امریکايي سرتېري د افغان ملي اردو سرتېري روزي او د ترهګرو پر ضد عملیات کوي.

اوباما وویل، د امریکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو دوه اډې چې په جلال اباد او کندهار کې دي، به هم پر ځمکه او هم د هوا له لارې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

کندهار له څو کلونو راهیسې د ناامنیو ښکار دی او د شاوخو دوو کلونو راهیسې په ننګرهار کې – په ځانګړي ډول د شینوارو په ولسوالیو – کې د وسله والو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي. دا وسله وال ځان د اسلامي دولت (یا داعش) د افغانستان څانګې په نوم یادوي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر لوړ ساتلو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې روانه اوونۍ د پولینډ په وارسا کې د ناټو اېتلاف سرمشریزه پیلېږي.

سرمشریزې ته افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ورځي. څو ورځې مخکې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په یوه بیان کې ویلي ول چې د وارسا په سرمشریزه کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو دوام پرېکړه وشي.