د سيند نوی اعلا وزير ‘سيدمرادعلي شاه‘

د پاکستان پيپلز ګوند له خوا د سيند صوبې لپاره مرادعلي شاه نوی اعلا وزير نومول شوی دی چې د اسمبلۍ په راروانه غونډه کې به لوړه کوي، د ۵۴ کلن مرادعلي شاه تعلق د سيند صوبې د جامشورو سيمې او د لکياري سيدانو له کورنۍ سره دی.

سيد مرادعلي شاه په کال ۱۹۶۲م کې د سيند صوبې د پخواني اعلا وزير سيدعبدالله شاه په کور کې زېږېدلی وو، په بنيادي توګه يو انجنيېر دی چې په مختلفو وختونو کې په بيلا بيلو سرکاري ادارو کې پاتې شوی دی.

نوموړي د کراچۍ د اين اي ډي پوهنتون نه په کال ۱۹۸۶م کې د انجنيېرنګ سند ترلاسه کړو او بيا يې د امريکا سټېنفورډ پوهنتون نه په انجنيېرنګ کې د ماسټرۍ سند په ۱۹۹۳م کې ترلاسه کړی دی.

د کال ۱۹۸۶م نه ۱۹۹۰م پورې مرادعلي شاه د انجنيېر په توګه په واپډا، قاسم بندر او بيا حېدراباد ډيولپمنټ اتهارټي کې دنده ترسره کړې وه.

مرادعلي علي شاه د خپل سياسي ژوند پېل د کال ۲۰۰۲م نه د صوبايي اسمبلۍ د غړيتوب نه کړی او د سيند صوبې د حلقه پي اېس ۷۳ نه د سيند اسمبلۍ غړی وټاکل شو.

نوموړی په کال ۲۰۰۸ م په ټول ټاکنو کې هم بريالی شوی وو او په وړومبي وار د خزانې وزارت ورته ورکړی شو.

د ۲۰۱۳م ټولټاکنو وړاندې په هغه نيوکې وشوې چې په يو وخت د دوه ملکونو تابعيت لري او دغه رنګ هغه د کال ۲۰۱۴م په ضمني ټاکنو کې يو وارې بيا د سيند صوبې د اسمبلۍ غړی جوړ شو او ورته د خزانې د وزارت ذمه واري هم ورکړی شوه

د سيد مراد علي شاه پلار سيد عبدالله شاه که څه هم د پيپلز ګوند له خوا د سيند اعلا وزير پاتې شوی ولي په تيرو وختونو کې هغه د دې ګوند پرضد د هغه وخت د پوځي حکمران ضياء الحق مرسته هم کړې وه چې له کبله يې شنونکي وايي چې مرادعلي شاه د خپل پلار په رنګ د پيپلز ګوند نه بهر هم ښه اثر لري او لکه د نورو غړو په رنګ هغه به تر څه حده په خپلو فېصلو اختيار ولري.

په کراچۍ کې مېشت د قانوني او سياسي چارو کارپوه منان باچا وايي چې مرادعلي شاه نه يواځې د سياسي کورنۍ سره تعلق ساتي بلکې يو تعليم يافته ځوان هم دی او داسې ښکاري چې يواځې د پيپلزګوند فېصلو ته به نه کېني بلکې خپلې فېصلې به هم وکړي.

د منان باچا په وېنا چې د هغه پلار هم د پيپلزګوند روايتي غړی نه وو بلکې د پوځي حکمران ضياالحق په دور کې يې د هغه مرسته هم کړې وه.

د ذکر ده چې د سيند صوبې حکمرانې ډلې پاکستان پيپلزګوند د سه شنبې په شپۀ ناوخته په باقاعده توګه اعلان وکړو چې مراد علي شاه به د صوبې نوی اعلا وزير وي او داسې د شاوخوا اته کاله پورې په دې څوکۍ ناست قائم علي شاه نه دا ذمه واري واخستی شوه.

د اعلا وزير د بدلولو فېصله څو ورځې وړاندې د پيپلزګوند په دوبۍ کې شوې غونډه کې وشوه چې مشري يې د پيپلزګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بټو زدراري کوله.