په یو کال کې د خوست هوايي ډګر پروازونو ته تیاریږي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خوست د هوايي ډګر پروژه چې د افغانستان په مهمو اقتصادي پروژو کې حسابیږي، دا ځل يې کارونه ښه پرمخ روان دی.
له څلورو میاشتو راپدېخوا د یاد هوايي ډګر د ځغاست لیکې پر جوړولو هم عملاً کار روان شوی او دا مهال يې نیمايي برخه کریړ کولو ته چمتو شوې ده.
د هوايي ډګر د جوړولو د پروژې مشر انجینر عنایت الرحمن مشال راډيو ته وايي، چې تر لسو راتلونکو میاشتو به یاد هوايي ډګر د الوتکو پروازونو ته چمتو شي او د دې ترڅنګ به يې کرار، کرار د ترمینل په ګډون نور ضروري کارونه هم یو په بل پسې سرته ورسیږي.