د عوامي نېشنل ګوند سيند څانګې مشر سېنيټر شاهي سید وايي، په کراچۍ ښار کې د ناټو او پاکستانیو ځواکونو د نيول شویو وسلو پلټنې باید منطقي انجام ته ورسول شي او ولس ته وښودل شي چې له کومه ځايه دا وسله راغلې وه او چا راوړې وه.
له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې سينېټر شاهي سيد وويل چې دوی له ۲۰۰۷م کال راهیسې دا خبره بيا بيا تکراروي چې په کراچۍ ښار کې يو قوت شته چې د ملک خرابولو هڅې کوي او تېره اوونۍ د ناټو او پاکستانیو ځواکونو د وسلو نيولو وروستو دا خبره ثابته شوه.
د ده په وینا، که څه هم دغه وسله نيول د امنیتي ادارو لويه کاميابي ده خو اوس ضرورت د دې امر دی چې دا هر څه هم په ډاګه شي چې په دومره لويه شمېره کې وسله چا راوړې او د څه مقصد لپاره يې پټه کړې وه.
(نن د ناټو د کنټېنرو پټه شوې وسله ترلاسه کېدل زموږ خبره ثابتوي، دا وسله د هغه چا ده چې د ملک خلاف جنګ کوي، او پکار ده چې اخرني ځای ته ورسول شي، پلټنې يې وشي چې دا چا او ولې راوړې وه.)
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر وويل چې د دې وسلې نيولو ګټه کراچۍ ښار او په خصوصي توګه د دې ځای اوسېدونکو ته ده خو زياتوي چې په کراچۍ ښار کې که وسله وال په شا شوي او دلته امن پرځای شوی نو دا هر څه د ۲۰۰۷ م کال د مې مياشتې په ۱۲مه د وژل شویو کسانو د قربانيو نتيجه ده.
(نن په دې ښار کې د وسله والو زوال راغلی دی، دا خو ايجنسيانو راوستی او نه سياستدانانو بلکې دا هر څه لوی څښتن د ۱۲م مې د شهيدانو په وجه راوستی)
د ذکر ده چې روانې مياشتې پر پينځمه نېټه د کراچۍ پوليسو ويلي وو چې د مينځنۍ کراچۍ پوليسو د ښار يوې سياسي ډلې نيولی شوي تن په وینا عزيز اباد سيمه کې د اېم کيو اېم مرکزي دفتر ناین زيرو سره نزدې چاپه ووهله او هلته د يوې لويې مودې راهیسې بند کور کې په ځمکه کې جوړې د اوبو په ټېنکۍ کې پټه کړی شوې په لوی شمېر کې لويه او وړه وسله ترلاسه شوې چې پکې د ناټو د کنټېنرو اخستل شوې وسله هم شامله ده.
د پوليسو په وینا چې دوی دغه وسله پوځ ته ورکړې او وايي چې د پوځ په مرسته به د دې وسلې معاینه کوي چې وړاندې د ښار په کومو جرمونو کې استعمال شوې خو نه ده ولې د شاوخوا يوې اونۍ وروستو لا هم پوليسو يا د پوځ له خوا په دې اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.