عوامي نېشنل ګوند: د پاکستان ـ چین اقتصادي پروژې په اړه دې ټولګوندیزه کانفرانس وشي

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان

عوامي نېشنل ګوند په چین پاکستان اقتصادي پروزې د یوې بلې ټول ګوندیزه غونډې رابللو غوښتنه کړېده.

نوموړي ګوند یو وارې بیا د چین او پاکستان ترمنځ پر اقتصادي راهدارۍ اندېښنې څرګندې کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف دې د کړو ژمنو سره سم د پښتنو اندېښنې لرې کړي او په دې معامله دې زر نه زر یوه ټولګوندیزه غونډه راوغواړي.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان په یو بیان کې ویلي، په تېره ټولګوندیزه کانفرانس کې ژمنه شوې وه چې د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ د جوړولو پرمهال به غربي سرک چې د پښتنو له سیمو تېریږي، ارومرو جوړولی شي خو حکومت په خپلو وعدو وفا نه کوي نو ځکه دوی د احتجاج په ډول د یادې پروژې په اړه د پاکستان د پلان د وزیر احسن اقبال معلوماتي غونډه ( بریفنګ ) کې ګډون نه کوي.

د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي دهلېز

د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی و چې احسن اقبال به د اکتوبر په ۱۸ مه پخه پېښور کې د یوې غونډې پرمهال د چین ـ پاکستان اقتصادي پروژې په اړه د پښتنو مشرانو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب وايي، خو د ځینو مصروفیاتو له وجې نوموړي دغه دوره دمګړۍ ته ځنډولې ده.

د عوامي نیشنل ګوند جنرل سکرتر مشال راډیو ته وویل چې مرکزي حکومت دې خپلې وعدې نه ماتوي:

« موږ د احسن اقبال د معلوماتو اورېدو نه ستړي شوي یو، نو ځکه د هغه په معلوماتي غونډه کې د ګډون نه بایکاټ کوو، پکار ده چې وزیراعظم نوازشریف دې په دې موضوع یوه بله ټولګوندیزه غونډه راوغواړي.»

د عوامي نیشنل ګوند جنرل سکرتر میا افتخارحسین

میا افتخارحسین دا هم وویل چې په تېره ټولګوندیزه غونډه کې د پاکستان وزیراعظم ژمنه کړې وه چې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي پروژې پر مهال به په غربي سرک په ترجیحي بنیادونو کار پیلولی شي، خو درېغه چې داسې نه دي شوي.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنونکی سلیم احمد وايي،ټول ګوندیزه غونډې خو وړاندې هم رابلل شوې خو که مرکزي حکومت پرې عمل کول نه غواړي نو بیا خو د داسې کومې بلې غونډې هم فایده نشته. نوموړی وايي ددې پروژې ګټه هله ټول اولس ته رسېدای شي چې د یادې لویې پروژې د عملي کولو لپاره په اخلاص کار وشي او د ټولو قومونو ګټې په پام کې ونیول شي او یو ډول هماهنګي رامنځ ته شي.

یاده دې وي چې له ډېرې مودې راهېسې د پښتنو ملت پاله ګوندونه د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه اندېښنې لري او د دوی په وینا حکومت ورته څو څو واره معلومات ورکړی خو د دوی قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.