افغان کډواله شربت ګله زندان ته لېږل شوې

د پېښور يو عدالت افغان کډواله شربت ګله د پوښتنو ګروېژنو لپاره زندان ته استولې ده.

د پاکستان د پلټنو فيدرالي اداره ايف ای اې وياند شاهد الياس مشال راډیو ته ويلي چې شربت ګله د چارشنبې په ورځ له نوتيې سيمې په دې تور نيول شوې چې د ځان او دوه زامنو لپاره يې جعلي شناختي کارډونه جوړ کړي وو.

نوموړي زياته کړه چې د نادرا د هغو چارواکيو پرضد به هم ګامونه اخلي چې د دوی لپاره يې شناختي کارډونو جوړ کړي وو.

دده په خبره په دې چارواکو کې محسن احسان، پلوشه اپريدۍ او عماد نومي چارواکي شامل دي چې هغوي وار له مخه يې له عدالته د نه نيولو ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

شربت ګلې هله په ۱۲ کلنۍ کې د خپلو د شنو راښکوونکیو سترګو له کبله نړیواله پېژندګلو ومونده چې په ۱۹۸۵ م کال کې د نېشنل جیوګرافیک ګڼې پر خپله مخپاڼه د هغې یو عکس خپور کړی وو.

د هغې دغه تصویر په پېښور کې د افغان کډوالو په ناصرباغ پنډغالي کې د نېشنل جیوګرافیک یوه فوټوګرافر سټیو مککري اېستلی وو.

د سږني کال په فېبرورۍ مياشت کې پاکستانيو رسنيو یو خبر ورکړی وو چې "نادرا" شربت ګلې او د هغې دوو زامنو ته شناختي کارډونه ورکړي دي، چې په اړه یې وروستو اېف ای اې پلټنې پيل کړې