د سيند صوبې سترې محکمې صوبايي حکومت ته امر کړی چې په صوبه کې موجود ټولې شراب خانې دې په فوري توګه بندې کړل شي.
د پنجشنبې په ورځ د مسلمانانو د ودانيو او ښوونځيو سره موقعيت لرونکو شراب خانو په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه.
د اورېدنې پرمهال د یو حکومتي چارواکي لخوا په وړاندې کړل شوي راپور کې ويل شوي چې د عدالت په حکم ۱۶۰ شراب خانو ته خبرداری ورکړل شوی دی.
په راپور کې وړاندې راغلي که د شراب خانو مالکانو د ورسپارل شویو سپارښتنو ځواب ورنکړ نو اجازت نامې به یې ختمولی شي.
د اورېدنې پرمهال عدالت امر وکړ چې د شرابو د دوکانونو اجازت نامې دې په فوري توګه ختمې کړل شي ځکه چې په پاکستان کې په کوم مذهبي دستوره کې د شراب څښلو اجازت نشته.
په پاکستان کې د یو قانون له مخې لږکيو ته په مذهبي دستورو کې د شراب خرڅولو اجازت موجود دی. د اورېدنې پرمهال په عدالت کې د لږکيو لويه شمېره هم موجوده وه.
عدالت وړاندې ویلي چې په فوري توګه دې ټولې شراب خانې بندې کړی شي او هلته دې پوليس سرتېري موظف کړل شي.
د دې په غبرګون کې د هندو کونسل او نورو لږکيو د مشرانو له اړخه د دې فېصلې په مرسته کې ويل شوي چې دوي د دې پرېکړې ملاتړ کوي.