عوامي نیشنل ګوند د شربت ګلې نیول په عدالت کې وننګول

پېښور- د عوامي نیشنل ګوند د ځوانانو سازمان د جعلي شناختي کارډ په تور د نیول شوې شربت ګلې ګرفتاري په عدالت کې ننګولې ده.

د ځوانانو سازمان مشر محسن داوړ د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، ګوند یې وار له مخه د وکیل او پښتون ملتپاله سیاستوال لطیف اپریدي په مشرۍ د وکیلانو قانوني کمېټه جوړه کړې ده چې د ((هغو افغان وروڼو، خویندو مرسته کوي)) چې په پاکستان کې په اوسېدو یا له هېواده په ستنېدو کې ((قانوني ستونزې)) لري.

ده وویل، په پېښور کې افغان کونسلګرۍ او د شربت ګلې خپلوانو هم ورسره رابطه کړې وه.

داوړ وايي، دوی پرېکړه کړې ((چې له شربت ګلې سره به هر قسم مرستې کوو. په کار نه وه چې د پاکستان ریاست داسې یوه شخصیت سره دا عمل کړی وو چې په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.))

هلته د عوامي نیشنل ګوند د وکیلانو سازمان – ملګري وکیلان – یوه غړي فضل واحد مشال راډیو ته وویل، دوی د شربت ګلې قضیې ته چمتو دي او خوشبینه دي له هغې سره به انصاف وشي.

((موږ عدالت ته درخواست کړی دی چې او چې څومره قانوني مرستې یا مبارزه په کار وي، هغه به کوو.))

واحد چې د شربت ګلې د قضیې د وکیلانو په کمېټۍ کې دی زیاتوي، ټاکل شوې چې عدالتي اورېدنه د نومبر پر لومړۍ نېټه وشي.

شربت ګله د خپلو جذابو سترګو له کبله هغه مهال مشهوره شوه چې په ماشوموالي کې یې یو انځور د نیشنل جیوګرافېک مجلې پر پوښ خپور شو.

نوموړې د اکتوبر پر ۲۶مه د پاکستان وفاقي پلټنیزې ادارې (اېف ای اې) د جعلي شناختي کارډ (پېژندپاڼې) جوړولو په تور ونیوله او د پوښتنو لپاره یې زندان ته واستوله.

پاکستانی حکومت وايي، په دې قضیه کې به د شناختي کارډونو جوړولو ادارې هغو چارواکو یا کارکوونکو پر ضد هم اقدام کوي چې جعلي پېژندپاڼه یې جوړه کړې وه.

په پاکستان کې افغان سفارت او د پېښور کونسلګري وايي، له چارواکو سره په رابطه کې دي او هڅه کوي چې شربت ګله ژر خلاصه کړي او هېواد ته یې ستنه کړي.