د امریکا ولسمشرۍ لپاره د ریپبلېکن ګوند کاندید ډونلډ جان ټرمپ د هغه هېواد ۴۵ ولسمشر وټاکل شو.
نوموړي د ۲۷۶ انتخاباتي رایو د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد. د هغه سیال کاندیدې د ډیموکراټ ګوند هیلري کلینټن ۲۱۸ انتخاباتي حلقو کې بری وړی دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ریپبلېکن ګوند ډونلډ ټرمپ د ډیموکراټ ګوند د هیلرۍ کلنټن څخه په اوهایو، شمالي کارولاینا او فلورېډا کې مخکې وو خو هېلري کلېنټن په نیویارک، اېلېنای، او وېرجینیا کې مخکې وه. نوموړې تر دې وړاندې په نیو مکسیکو او کولوراډو کې هم تر ټرمپ وړاندې وه.
د سې شنبې پر ورځ هېلري کلېنټن له خپل خاوند سره په نیو یارک کې خپله رایه استعمال کړه. ډونلډ ټرمپ په منهیټن سیمه کې د رایو په یو مرکز کې خپل ووټ استعمال کړ.
په کاروبار او ټېلېوېژن کې د ډونلډ ټرمپ د ژوند ننداره