د انځورونو په دې ګالرۍ کې د ډونلډ ټرمپ له کوچنیوالي تر ځوانۍ او بیا د ودونو او کاروبارونو حال لیدلی شئ.
په کاروبار او ټېلېوېژن کې د ډونلډ ټرمپ د ژوند ننداره
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵م ولسمشر منتخب شوی دی. د جایدادونو او ځمکو کاروبار کوونکی ټرمپ د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی وو او خپل کاروبار یې تر ټېلېوېژن او د ښکلا تر سیالیو پراخه کړ.

۱
ډونلډ ټرمپ په ۱۹۴۶ز کال کې د نیویارک په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی دی.

۲
ټرمپ (له کیڼې خوا) د پینځو ماشومانو په کتار کې څلورم دی. پلار یې فرېډ ټرمپ نومېده او په نیویارک کې یې د ځمکو او جایدادونو کاروبار کاوه. هغه له خپل زوی سره د کاروبار په پیلولو او چلولو کې مرسته وکړه.

۳
ټرمپ د نیویارک په پوځي اکاډمۍ کې روزنه هم تر لاسه کړې.

۴
ټرمپ په ۱۹۶۸ز کال کې د وارټن د کاروبار او اقتصاد له پوهنځي څخه فارغ شو. په دې انځور کې له خپل پلار سره ولاړ دی.