افغان ولسمشر له افغان مېرمني شربت ګلې سره ليدلي او هغې ته يې د اوسېدو لپاره د کور کيلۍ ورکړې ده.
شربت ګله څو اونۍ وړاندې په پېښور کې په دې تور د پولیسو نيولې وه چې د پاکستانيو چارواکيو په وینا ځان او کورنۍ ته یې جعلي شناختي کارتونه جوړ کړي وو.
د پېښور عدالت هغې ته پنځلس ورځې د بند سزا اورولې وه چې موده يې د چارشنې په ورځ پوره شوه او وروسته افغان چارواکيو افغانستان ته بوتله.
شربت ګله د افغانستان د درد، مظلوميت، او ارمانونو انځور ده. اشرف غني
کابل ته له رسېدو سره سم افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه مېرمنې شربت ګله او د هغې کورنۍ په ارګ کې ميلمانه کړل.
د ارګ خبرپاڼه وايي، اشرف غني د چارشنبې په مازيګر د شربت ګلې او د هغې له کورنی سره تر لېدو وروسته هغې ته د يوه اپارتمان کيلۍ ورکړه.
خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشر دا د افغانستان د درد، مظلوميت، او ارمانونو انځور و بلله.
اشرف غني ويلي، شربت ګلې په پاکستان کې د کډوالی پر مهال د افغانستان جګړې او د کډوالو انځور نړۍ ته و ښود.
اشرف غني په پاکستان او افغانستان کې ميشت کډوالو ته په اشاره سره وويل، له دوی پرته د کابل وجود نيمګړی دی او له ستنېدو سره به بشپړ شي.
د خبرپاڼې له مخې د شربت ګلې په استازيتوب د هغې د کورنی يوه غړي د ولسمشر مننه وکړه او هيله يې و ښودله چې ټول کډوال به د دوی په شان خپل وطن ته ستانه شي.
شربت ګلې هله په ۱۲ کلنۍ کې د خپلو شنو راښکوونکیو سترګو له کبله نړیواله پېژندګلو ومونده چې په ۱۹۸۵ م کال کې د نېشنل جیوګرافیک ګڼې پر خپله مخپاڼه د هغې یو عکس خپور کړی وو.
هغه له ولسمشره غوښتنه وکړه چې د شربت ګلې د ماشومانو د زدکړو په برخه کې دې مرسته وکړي او د هغې په نوم دې د ښوونې او روزنې اداره جوړ کړل شي.
د ارګ خبرپاڼه زياتوي، افغان ولسمشر ژمنه وکړه چې د شربت ګلې د ماشومانو ژوند، روغتيا او تعليم ته به خاصه پاملرنه کوي او په دې لړ کې يې وار له مخه اړوندو ادارو ته امر کړی دی.
شربت ګلې هله په ۱۲ کلنۍ کې د خپلو شنو راښکوونکیو سترګو له کبله نړیواله پېژندګلو ومونده چې په ۱۹۸۵ م کال کې د نېشنل جیوګرافیک ګڼې پر خپله مخپاڼه د هغې یو عکس خپور کړی وو.
د هغې دغه تصویر په پېښور کې د افغان کډوالو په ناصرباغ پنډغالي کې د نېشنل جیوګرافیک یوه فوټوګرافر سټیو مککري اېستلی وو.