د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ په خپاره یو بیان کې ویلي دي چې د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پوځي چاؤڼۍ په جوړېدو سره به د سیمې ولس په ټولنیزه او اقتصادي توګه پرمختګ وکړي او د ژوند معیار به يې ښه شي. خو د سوات د قامي جرګې یو مخکښ مشر زاهد خان وايي ـــ په بنیادي توګه چاؤڼۍ او اقتصادي پرمختیا له یو بل سره هیڅ ډول تړون نه لري.
نوموړی زیاتوي په سوات کې خلک ډیرې ځمکې نه لري او که چیرې خلک له خپلو ځمکو نه بې برخې شي نو د هغوی اقتصادي حالت به نور هم خراب شي.
د پاکستان د پوځ یو پخوانی چارواکی او د دفاعي چارو کارپوه بریګیډیر سعد محمد خان بیا وايي چې د چاؤڼۍ په جوړېدو سره به د سیمې خلکو ته روزګار ترلاسه شي او د هغوی اقتصادي ژوند به ښه شي.
په اسلام اباد کې د سیاسي او اقتصادي چارو پوه او خبریال اکرام هوتي بيا بېل نظر لري او وايي چې په تاریخي حواله د چاؤڼيو جوړولو عمل څلور اړخونه لري:
وړومبی دا چې آیا دا چاؤڼۍ د خپل هېواد خلک جوړوي او که نه بهر ملکیان يې جوړوي لکه انګریزانو او فرانسویانو چې په اسیا او افریقه کې جوړې کړې وې.
دویمه دا چې که چیرې خپل خلک چاوڼۍ جوړوي نو ایا د دې مقاصد د یو پوځي ریاست جوړول دي او که نه دا کار د دفاع لپاره کیږي.
دریمه دا چې کله دا چاؤڼۍ جوړیږي نو ایا دې سره ولسي پرمختګ رامنځ ته کیږي او که نه ولسي بېقراري مخې ته راځي او څلورمه دا چې دوی کوم ځای کې چاؤڼۍ جوړوي نو هلته په اقتصادي او سماجي توګه د ولس ژوند څنګه دی؟
اکرام هوتي زیاتوي چې د ولس د شرکت پرته ټولنیز او اقتصادي پرمختګ نه شي کېدی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.