په پېښور کې د چرګانو کارباریانو لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په خېبر پښتونخوا کې د چرګانو کارباریانو له حکومتي نرخنامې ټاکل شوي نرخ پر ضد د پنجشنبې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، په ټوله صوبه کې په لکونو کورنۍ له دې روزګار سره تړلې دي او که چیرې حکومت دوی ته مناسب نرخ ونه ټاکلو نو دوی به د چرګانو خپل فارمونه وتړي او له دې روزګاره به لاس واخلي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ.