حاجي محمد عديل د ۱۹۴۴ ميلادي کال د اکتوبر په مياشت په پېښور ښار کې د حکيم عبد الجليل په کور کې زوکړی وو.
حاجي محمد عدیل په خپل سياسي ژوند کې پر مهمو څوکیو دندې ترسره کړې دي.
د هغه پلار حکيم عبدالجليل د باچا خان خدايي خدمتګار تحريک غښتلی غړی وو او د هند تر تقسيم وړاندې د انډيا نېشنلکانګرېس پېښور ضلعې صدر پاتي شوې وو
حاجي عديل په یوې ملتپالې سیاسي کورنۍ کې سترګې غړولې وې او د طالب علمۍ په زمانه کې يې خپله هم عملي سياست پيل کړی وو.
نوموړي په ۱۹۹۰ ، ۹۳ او ۱۹۹۷ کې د عوامي نېشنلګوند په ټکټ د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې ګټلې وې.
په ۱۹۹۳ کې حاجي محمد عديل د خزانې صوبايي وزير وټاکل شو او په ۱۹۹۷ کې ورته د صوبايي اسمبلۍ د مرستیال سپيکر ذمه داري وسپارل شوه.
حاجي محمد عديل د عوامي نېشنلګوند لخوا له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۵ کال پورې سينيټر پاتې شوی وو او په خپل سياسي ژوند کې د عوامي نېشنلګوند سینيېر نایب صدر، په سېنېټ کې د ياد ګوند پارلېماني مشر او هم د دغه ګوند د الېکشن کمېشن چيېرمېن او پر نورو مهمو وظيفو يې خپل خدمتونه تر سره کړل.
نوموړې له پېښې یو صنعتکار وو او د کلتور لپاره په خدمتونو هم مشهور دی او د اباسين آرټ کونسل نایب صدر هم پاته شوی دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
حاجي عديل د پاکستان او هند د ښو او ټينګو اړيکو ملاتړ کاوه، د نوې سويلي آسيا لپاره د نېشنلسټيېرنګ کمېټۍ غړی پاته شوی وو او د ډيموکراسۍ او امن لپاره د پاک - هند ولسي تړون غړيتوب يې هم درلودلو.
د عوامي نېشنل ګوند سینیېر مرستیال مشر او پخوانی سېنېټرحاجي محمد عديل تر اوږدې ناروغۍ وروستو د جمعې ورځ سهار د نومبر پر اتلسمه نېټه په خپل پلرني ټاټوبي پېښور کې وفات شو. د هغه په پسماندګانو کې درې زامن او يوه لور ده.
د حاجي عديل پر مړينه د وزير اعظم ميا نواز شريف او د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير پروېز خټک په ګډون ډېری سياستوالو خپګان ښودلی.
پرويز خټک وويلي دي چې نن خېبر پښتونخوا له يو ځيرک او غښتلي سياستواله محرومه شوه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.