باچا خان پوهنتون برید کې ژوبل زده کوونکی درملنه غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سمیع الله چې دا کال د جنورۍ په شلمه پر باچا خان پوهنتون د وسله والو برید کې په ګولو لګېدلی وو وایي چې یوه ګولۍ یې اوس هم په مرۍ کې نښتې ده چې له وجې يې نه خوراک څښاک او نه خبرې په صحیح توګه کولی شي. هغه له حکومته د علاج لپاره مرسته غواړي. د مشال راډيو خبريال شبیر احمد جان ورسره خبرې کړې.