د کراچۍ په ملیر کې یو نامالومه ناروغي خپره شوې ده

د ایدهي ایمبولنس

د سيند صوبې د صحت وزير ډاکټر سيکندر مېندهرو هم منلې چې کومه ناڅرګنده ناروغي دکراچۍ په ملير سيمه کې خپره شوې ده.

کراچۍ: د پاکستان د کراچۍ په ملير سيمه کې د يوې ناڅرګنده ناروغتيا له کبله شاوخوا زر کسان اغېزمن شوي دي.

ډاکټرانو اندېښنه څرګنده کړې ده چې دا د چکن ګونيا نومې ناروغۍ مريضان دي خو بل اړخ ته د صحت صوبايي وزير وايي چې تر دې دمه لا د دې ناروغۍ پخلی نه دی شوی.

د پاکستان د صحت وزارت او د صحت نړيوالې ادارې وېلي چې دوي پلټنې پېل کړي دي خو لا یې هم پخلی نشي کولای.

د پاکستان د صحت وزارت د صحت له نړيوالې ادارې –ډبليو اېچ او – سره په ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه ګدې پلټنې کېږي

خبرپانې دا خبره رد کړې ده چې ګواکې دا چکن ګونيا نومي ناروغي ده.

د سيند صوبې د صحت وزير ډاکټر سيکندر مېندهرو هم منلې چې کومه ناڅرګنده ناروغي دکراچۍ په ملير سيمه کې خپره شوې ده.

هغه ویلي چې که چېري دا یاده ناوروغي وي نو ولس باید په دې خبر و اوسي چې د دې ناروغۍ درملنه لا هم نه ده میندل شوې.

ډاکټران وايي ، روغتون ته ور وړل شوو ناروغانو کې د زیاترو د جوړونو درد دومره زیات وي چې ګرځېدلای نشي او د ځینو بیا ډېره زیاته تبه وي.

د صحت نړیواله اداره وايي چې دا ناروغي د یو ماشي له چیچلو خپرېږي او په نښو کې یې تېزه تبه، د جوړونو درد، د سر درد، ستړيا، قی کول، د پټهو درد او خارښ شامل وي.

د ادارې په وینا ، دا ناروغي په افريقا ، امريکا او برصغير کې موجود ده او په دې تېره لسيزه کې دا جراثيم اروپا ته هم رسېدلي دي.