کراچۍ: د پاکستان د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بټو نهم تلين د دسمبر پر ۲۷مه د هغې په پلارني ټاټوبي ګړي خدابخش کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې لمانځل کېږي.
د پپلز ګوند چارواکي وايي چې په دې غونډه کې به د یاد ګوند مخکښ او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري ترڅنګ د ياد ګوند صوبايي او مرکزي مشران ګډون کوي.
اصف علي زرداري، د سينيټ چېرمېن رضا رباني، پخوانی وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني او نور يو شمېر مشران له وړاندې ګړي خدابخش ته رسېدلي دي.
څو ورځې وړاندې د پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي وو چې د بېنظير بټو د تلين پرمهال به اصف علي زرداري یو مهم اعلان هم کوي.
اصف علي زرداري هم د دسمبر پر ۲۳مه اعلان کړی وو چې د بينظير بټو د تلين پرمهال به هغه خپلو کارکنانو ته زېری ورکوي.
د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه او د پپلز ګوند د هغه وخت مشره بې نظیر بټو د ۲۰۰۷م کال د دسمبر پر ۲۷مه نېټه په راولپنډۍ کې د خپل ګوند تر غونډې وروسته وژل شوې وه.