د کراچۍ په کلفټن سيمه کې د افغانستان کونسلخانې دننه د ګل په ورځ ډزې شوي چې پکې د کونسلخانې مشر چارواکی محمد ذکي ادو وژل شوی.
د کراچۍ سويلي ضلعې پوليس مشر ازاد خان ويلي چې ډزې د کونسلخانې څوکيدار راحت الله کړې چې د افغانستان وګړی دی او د ذاتي دښمنۍ په بنياد يې افسر وژلی دی.
د پېښې پرځای له مطبوعاتو سره په خبرو کې د پوليسو مشر (ډي ای جي) ازاد خان وويل چې ډزې د کونسلخانې دننه شوي دي، په ښکاره توګه ذاتي دښمني ښکاري، څوکيدار نيول شوی او نورې پلټنې ترې کېږی.
د پېښې وروستو نيم پوځي ځواک رېنجرز او پوليسو دغه سيمه په ولکه کې اخېستې او لږ وخت وروستو يې د کونسلخانې دننه او بهر لار د تګ راتګ لپاره پرانستله.
افغان کونسلخانه د ښار په کلفټن دو تلوار (دوه تورې) سيمه کې ده چې يوه مصروفه لار او سيمه ګڼل کېږي.
د افغان کونسلخانې وياند په خپاره کړي بيان کې پېښه ذاتي دښمني بلل شوې او له رسنيو سره یې نور معلومات نه دي شريک کړي.