د دغه مرکز مشر فرامرز تمنا د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، افغانستان تل پاکستان کې له طرحه شویو ترهګریو پلانونو څخه زیانمن دی.
تمنا وايي، د افغانستان د امنیتي بنسټونو معلومات ښیې چې دواړو هېوادونو کې شوي تروریستي پېښې پاکستان کې طرحه کېږي.
نوموړی وايي:
"افغان حکومت تل له هغو ترهګري پېښو څخه زیانمن شوی چې پاکستان کې طرحه کېږي، افغان حکومت دا ردوي چې ګواکې افغانستان کې مخالفې وسلهوالې ډلې په پاکستان کې ترسره شویو بریدونو کې لاس لري برعکس موږ د پاکستان له خاورې څخه ګواښل شوي یو. هیله لرم چې له افغان کډالو څخه هېڅ ډول سیاسي استفاده ونه شي."
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د نوموړي هېواد امنیتي ځواکونو لاهور کې د دوشنبې ورځې تر اځانمرګي برید وروسته۴۰ تنه نیولي چې یو شمېر یې افغانان دي.
د پاکستان دنیا نیوز چینل راپور ورکړې چې دا کسان د لاهور ښار د وروستۍ ځانمرګي برید په تړاو نیول شوي دي.
افغانستان کې د پاکستان سفارت یوه مطبوعاتي مسؤل اختر منیر مشال راډیو ته وویل چې دوی لا تر اوسه په دې اړه پوره معلومات نهلري.
دا لومړی ځل نهدی چې پاکستاني ځواکونه په یاد هېواد کې تر چاودنو او انتحاري حملو وروسته افغانان نیسي او ځوروي یې، بلکې تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او ان له یاد هېواده یې د اجباري ایستلو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان حکومت باید له کډوالو سره د بشري حقونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو تړونونو مطابق چلند وکړي.
د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل مشال راډیو ته وویل، پاکستان کې د بېګناه افغانانو نیول او ځورول د کډوالۍ د ټولو قوانینو او اصولو څخه سرغړونه ده.
نوموړی وايي:
"که بېګناه افغانان نیول کېږي دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخېزو تړونونو څخه او همدا راز د کډوالۍ د ټولو نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده."
میاخیل وايي، پاکستان کې د افغانستان د کډوالو اتشې دې برخه کې هڅې کوي څو نیول شوي بې ګناه افغان کډوال خوشې کړي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو راپورونه داسې مهال ورکول کېږي چې د چارشنبې په ورځ په یاد هېواد کې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې درې اړخېز تړون هم لاسلیک شو چې له مخې به یې د ۲۰۱۷ م کال تر پایه په پاکستان کې د مېشت راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدلو موده وغځېږي.
راپور: عبادالله حنان زی