'پښتنو تل مزاحمت کړی چې د خوشال خټک شاعري یې بېلګه ده'

افراسياب خټک وویل په پښتنو کې د سیالۍ کولو، مقابلې کولو او ژوندي پاتې کېدلو صلاحيت دی چې د خوشال خان خټک په شاعرۍ کې ترسترګو کېږي.

د عوامي نېشنل ګوند یو مشر افراسياب خټک وايي،پښتنو تل مزاحمت کړی دی چې لويه بېلګه يې د خوشال خان خټک مزاحمتي شاعري ده نو ځکه خو هغه د يوه ليکوال ترڅنګ د خپل حق اخېستو او خپل ولس د رابېدارولو هڅې د ليک او عمل له لارې کړې وې. هغه وویل خوشال خان خټک یو ډېر ستر ځیرک انسان وو او پر دې پوهېدو که ولسونه یوموټي شي نو هېڅ زورور ورته د ټینګې نه دی.

نوموړي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په اسلام اباد کې د ژبو نړیوالې ورځې په تړاو د خوشال خان خټک ۳۲۸ م تلین او ادیب او سیاسي فعال ډاکټر خالق زيار ته د پېرزونې وړاندې کولو یوې غونډې ته کولې.

پر دې مهال د پوهې فاونډېشن مشر ايازمندوخېل د پښتو په ليکدود بحث وکړ او ویې ويل چې اوس هم پکار ده پښتانه پوهان کېني او د پښتو په ليکدود کې راپېښې ستونزې په شريکه هوارې کړي.

د ډاکټرخالق زيار مشر ورور او د ملاکنډ په درګۍ کې قانونپوه رازق جان په خپله وينا کې وويل چې دا رنګ غونډې به نه يواځې د پښتنو اتلان ژوندي وساتي بلکې له ډاکټرزيار سره سره د ټولو پښتنو پياوړيو مشرانو فکر او زيار به پښتون ولس ته ورسوي.

"د ډاکټرخالق زيار شل فيصده کار خلکو ته رسېدلی وو، پاتې اتيا فيصده د هغه ملګرو په دا رنګ ادبي غونډو او ميډيا و عام ولس ته ورسوو. د قام اتلان نه مري خو ضرورت دا دی چې هغه دې ياد وساتل شي او د هغوی افکار دي خلکو ته ورسول شي."

تر غونډې وروسته له مشال رېډيو سره په خبرو کې په اسلام اباد کې مېشت شاعر او ليکوال سردار يوسفزي وويل چې دا رنګ ناستې په ټولنه کې د سختدریځۍ او انتهاخوښۍ پرضد يوه بيانيه جوړوي ځکه په تېرو وختونو کې چې پښتانه چېرته هم تللي دی نو هغوی له ځانه سره ستار، رباب او منګی وړی دی.

په غونډه کې د ځینو وړاندیزونو له لارې غوښتنې وشوې چې:

۱۔ پښتو، بلوچي، سندي، سرايکي او پنجابي دې قامي ژبې وګرځول شي او ترلسم ټولګي دې زدۀ کړې په مورنۍ ژبه کې لازمي کړې شي.

۲۔ بې کوره شوي خلک دې ژر تر ژره خپلو سيمو ته ستانه کړل شي.

۳ ۔ قبايلي سيمې دې ژر تر ژره د خېبر پښتونخوا برخه وګرځول شي.

۴۔د پښتو ادبياتو، پښتون کلتور او پښتون قامي تاريخ پرضد چې کومې سي ډې ډرامې، فلمونه او سندرې جوړېږې د هغې مخنيوی دې وکړل شي او د دې لپاره دې په ټولو صوبو کې يو بااختياره سنسربورډ جوړ کړل شي.

په غونډه کې "د رنګونو ماښام" په نوم د موسيقۍ دستوره هم راجوړه کړی شوې وه چې د شپې تر ناوخته پورې روانه وه او سندرغاړي هارون باچا ترڅنګ ځوان سندرغاړي او شاعر رحيمداد د خوشال خان خټک او ډاکټر خالق زيار کلامونه واورول.

دغه غونډه د پښتون کلتوري ټولنې (پي سي اې)، پوهه فاونډېشن او پي اېن سي اې په مرسته جوړه شوې وه چې پکې د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمو شاعرانو، ليکوالانو، خبريالانو او سياسي مشرانو ګډون وکړ.