د کعبې امام: په اسلام کې ترهګري، چاودنې او ورانکاري نه شته

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام کې د ترهګرۍ ځای نشته: د کعبې امام

د کعبې امام وايي، د ځینو خلکو لخوا د اسلام ناسمو تشریحاتو کولو له کبله تره ګرۍ ته جواز موندل کېږي خو په اسلام کې د دې هېڅ ځای نه شته او نه هم په اسلام کې چاودنې او ورانکاري کول شته.

په اتوار د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د جمعیت علماء اسلام تر سیوري لاندې د جمعیت علماء هند د سل کالیزې لمانځلو یوې سترې لمانځغونډې ته په خپله وینا کې د کعبې امام شیخ صالح بن محمد بن ابراهیم وویل چې د اسلام د غلط تشریح له وجې تره ګري خورېږي خو هغه وویل اسلامد ترهګرۍ، تشدد او ګډوډۍ درس نه ورکوي:

''نن ډېر خلک د خپلو تشریحاتوله لارې تره ګري او ګډوډې خورول غواړي، او دا ټول هرڅه له اسلام سره تړي خو اسلام له دې ټولو شیانو سره هېڅ تعلق نه لري. اسلام له هر ډول تعصب اوکرکې پاک دی. په اسلام کې املاکو ته نقصان رسول او د خلکو وژنه هېڅ ځای نه لري. چاودني کول یاتخریبکاری کول یا املاکو ته زیان رسولپه اسلام کې نه شته.''

د کعبې امام د مسلمانانو ترمینځ په اتفاق باندی ټینګار وکړو او له مسلکي اختلافاتو څخه په ډډه کولو یې ټینګار وکړ:

''ټول مسلمان دې په ګډه د اسلام مقدس ځایونو حفاظت ته ځان چمتو ساتي.''

د جمعیت علماء اسلام ف په درې ورځنۍ اجتماع کې نورو ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو ته بلنه ورکړل شوي وه او ان دا چاچې په پاکستان کې د ایران کونسلګرۍ یو وفد هم په دې کې ګډون درلود خو د اکوړي مدرسې چلونکي او د جمعیت علماء اسلام س ډلې مشر مولانا سمیع الحق او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته بلنه نه وه ورکړل شوې.