پوځ: پر عزیر بلوچ د جاسوسۍ شک دی

د پاکستان پوځ ويلي چې په تېرو وختونو کې په کراچۍ کې د لياري ګېنګ وار او ناقانونه ګرځول شوې پيپلزامن کمېټۍ مشر عزير بلوچ يې په خپله ولقه کې اخستی دی، له دې وړاندې هغه د رېنجرز سره وو.

د سېشنبې په ماښام د پاکستان پوځ د عامو اړيکو څانګې ايي اېس پي ار مشر مېجر جنرل اصف غفور له خوا د ټولنيزو اړيکو پر ويبپاڼه ټويټر خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د ناقانونه ګرځول شوې پيپلزامن کمېټۍ پخوانی مشر عزیر بلوچ پوځ په خپله ولقه کې اخستی.

د ايي اېس پي ار په وینا دا ګام يې د پوځ د ۱۹۲۳ د سيکرټ اېکټ (د پټو معلوماتو قانون) او آرمي اېکټ د سېوري لاندې پورته کړی او پر عزیر بلوچ حساسه معلومات د بل هېواد استخباراتي ايجنسۍ ته د ورکولو تور دی خو په دغه بيان کې د کوم هېواد نوم نه دی اخستل شوی.

عزیر بلوچ څوک دی؟

د کراچۍ ښار شمالي اړخ ته پرته سيمه لياري چې په تېرو وختونو کې د بدامنۍ يو لوی مرکز پاتې شوی دی، هم هلته د لياري ګېنګ وار او پيپلزامن کمېټۍ په نوم تنظيمونه چلوونکی عزیر بلوچ د ۲۰۱۳م په ښار کې د وسله والو پرضد عملياتو له کبله بهر هېواد ته تللی وو.

د يو ټرانسپورټر ماما فېضو ۳۸ کلن زوی عزیر بلوچ په ۲۰۰۳م کال کې له هغې وروسته د پيپلزامن کميټۍ مشر ټاکل شوی وو چې د يادې کمېټۍ پخوانی مشر رحمان بلوچ(څوک چې د رحمان ډکېت په نوم پېژندګلو لري) ووژل شو.

ځايي خلک وايي چې عزیر بلوچ د جرمونو دنيا ته د پلار د مرګ نه وروستو راغلی وو.

د هغه پلار فېض محمد په ۲۰۰۳م کې ارشد پپو نومې تن وژلی وو او د لياري اوسېدونکي هم دا وايي چې هغه يواځې د خپل پلار بدل اخستلو لپاره له رحمان ډکېټ سره ملګری شوی وو.

عزیر بلوچ په ۲۰۰۱م کال کې په بلدياتي ټاکنو کې هم برخه اخستې وه خو ناکامه شوی وو.

بلوچ د پاکستان پيپلزګوند د سيند څانګې له مشرانو سره په تېرو وختونو کې نزدې تعلق لرلو او په ټولنيزو رسنيو اوس هم د بېلا بېلو له مشرانو سره د هغه انځورونه موجود دي خو د پيپلزګوند مشران وايي چې له عزیر بلوچ سره يې اوس کوم تعلق نشته، تر دې چې د پيپلزګوند صوبايي حکومت د هغه پر سر د پېسو د انعام اعلانونه هم کړي وو.

په ۲۰۱۳م کال کې د ملک بهر تللو وروستو عزیر بلوچ په ۲۰۱۴م کال کې د دسمبر پر ۲۹مه نېټه انټرپول په دوبۍ کې نيولی وو او پاکستاني چارواکو د ۲۰۱۶م د جنورۍ پر ۳۰مه نېټه له کراچۍ سره نزدې سيمه کې د هغه د نيولو دعوه کړې وه.

د نيولو وروسته هغه د ۹۰ ورځو لپاره نيم پوځي ځواک رېنجرز ته حواله کړی شوی وو او بيا د نورو پلټنو لپاره يوه ګډه پلټنيزه کميټي هم جوړه کړل شوې وه.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه دغه کميټۍ په خپل راپور کې ويلي وو چې عزیر بلوچ د پاکستان د پوځ د ځايونو او مشرانو معلومات د ايران استخباراتي ادارې ته ورکول کوم چې د پاکستان د ۱۹۲۳م کال د سرکاري خفيه معلوماتو له قانونه سرغړونه ده.

په دغه راپور کې دا وړانديز هم ورکړل شوی وو چې د عزېر بلوچ مقدمه دې پوځي عدالت ته وړاندې کړی شي.

د عزیر بلوچ پر ضد د لياري په بېلا بېلو تاڼو کې د مرګ او په زوره د قلنګ اخستلو مقدمې درج دي او په دې وروستيو کې هغه په يوه مقدمه کې بې ګناه هم ګرځول شوی وو.