'نرښځیان د سوات په ګډون په ټول پاکستان کې د اوسېدو حق لري'

پېښور پریس کلب کي د ګل په ورځ د نرښځیانو اتحادیې او د مدني ټولنو فعالانود سوات پولیسو د هغه نوټس غندنه کړې چې د اپرېل په اوولسمه نېټه یې غیر سواتیو نرښځیانو ته وتو ویلي ول.

د سوات سایرې نومې یوې نرښځۍ مشال راډیو ته وویل په پولیسو په خپل نوټس کې دا هم ویل شوي چې د سوات نرښځیان دې بهرني هغه له خپلو دېرو وباسي ګنې بیا به یې پرضد ګام واخېستل شي. سایرې غوښتنه وکړه چې پولیس دې دوی نه تنګوي. دا وايي که دوی له سواته د نورو سیمو نرښځیان وباسي نو بیا خو په نورو سیمو کې د سوات نرښځیانو سره دغسې چلند کېدای شي.

د نرښځیانو اتحادیې مشره فرزانه وايي که د سوات پولیسو خپل دغه نوټس بیرته وانخیست نو دوی به یې پرضد احتجاج پېل کړي.

فرزانه وايي که د دوی یو تن په غېر قانوني کارونو کې ککړ وي نو باید د قانون مطابق د هغه تن پرضد کاروایي وشي. دا زیاتوي پولیس تل دا خبره کوي چې ګنې نرښځیان په ناقانونه کارونو کې ککړ دي خو تر دې دمه یې یو هم داسې تن نه دی نیولی.

مدني فعال قمبر نسیم وايي په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د یوې خبرپاڼې له لارېد دې خبر نوټس اخېستی دی او د سوات پولیسو دا ګام یې غیر قانونی او غیر آئینی ګرځولی دی.

''د پاکستان آئین له مخې ټول پاکستانیان د هېواد په هره برخه کې په آزادانه توګه تګ کولی شي اودا آزادي هم لري چې هرځای او په هر ښار کې اوسېدلی شي، نو د سوات پولیسو دا وينا د قانون ضد عمل دی چې د سوات علاوه د نورو سیمو نرښځیان دې له سوات ووځي.''

د سوات پولسو لا تر دې دمه د دې خبري کانفرنس په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو په دې خبري کانفرنس کې خپله نرښځیانو ویلي دي چې د پولیسو لخوا پر دوی باندې د غېر اخلاقي او غېر قانوني کارونو تورونه لګول شوي دي.