کورمه: د امنیت د ټینګښت لپاره جرګه وشوه

د ارشیف انځور

د کورمې ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې له ځايي مشرانو څخه د امنیت د ټینګ ساتلو په موخه د همکارۍ غوښتنه کړېده.

د یکشنبې په ورځ په دې اړه به سیمه کې یوه جرګه وشوه چې د حکومتي او پوځي چارواکو سربېره پکې د علي شیرزو، مسزو، زهمشت او پاړه چمکنۍ مشرانو ګډون وکړ.

د منځنۍ کورمې یو انتظامي چارواکي عبدالمالک مشال ریډیو ته وویل، په جرګه کې ځايي مشرانو ته وینا وشوه چې په سیمه کې د امنیت په ټینګولو کې دې ونډه واخلي.

عبدالمالک زیاته کړه، دوی ځايي مشرانو ته دغه سپارښتنه وکړه چې د سپکو او درنو وسلو په ټولولو کې دې له انتظامیې سره مرسته وکړي، ځکه چې د امنیت د ټینګولو لپاره دا ډېره اړینه ده.

د کرمې قبایلي سیمې نقشه

د انتظامي چارواکو په وینا، ځايي مشرانو ته دا هم وویل شول چې په سیمه کې څوک هم ځي او راځې، په هغوی دې نظر وساتې او بله دا چې خپل بدرګه سیسټم یانې چوکېداري نظام دې زر تر زره فعاله کړي.

د صدې سیمې یو مشر عبدالکریم عابد مشال ریډيو ته وویل، دوی د سیمې د امنیت لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

د سیمې یو بل مشر ملک عبدالوالي خان بیا وايي، په سیمه کې د امنیت خرابونکیو خلاف به دوی اقدامات کوي.

په کرمه ایجنسۍ کې دغه جرګه له هغې وروسته وشوه چې دوه اونۍ وړاندې د پاړه چمکني په پاتو کوټ سیمه کې د سپرلو پر یو موټر بمې چاودنه وشوه چې پکې دیارلس عام وګړي ووژل شول او لس نور زخمیان شول.

د یاد برید پړه تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار په خپله غاړه اخېستې وه.