د مشال خان د وژنې اصل پلان جوړونکې دې په ګوته شي: مشال خان پلار

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مردان عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زدکوونکي مشال خان پلار د زوی د وژنې په تړاو د تورنو کسانو نيول ستايلي خو غوښتنه يې کړې ده چې د قتل اصل پلان جوړونکي دې هم په ګوته کړل شي. محمد اقبال شاعر د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې هڅه روانه ده چې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې ځنډ رامنځ ته کړل شي چې دارنګه دا خبره سړه شي. د جمعې په ورځ د پوليسو له خوا د پلټنيزه رپورټ د نه جمع کېدو له کبله سپريم کورټ د مشال خان د وژلو مقدمې اورېدنه د مې تر ۱۷ مه نېټې و ځنډولې وه. مشال خان د اپريل په ۱۳ مه قهرجنو بلوه ګرو د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو. عبدالحي کاکړ د مشال خان له پلار محمد اقبال شاعر څخه د مرکې په سر کې پوښتلي چې د وژنې په تړاو له روانو پلټنو او اورېدنو څومره مطمين دی؟