پراګ - د خېبر پښتونخوا مانسهره ضلعې پوليسو د هغې ويډیو د کره والي تصديق کړی چې هغه مهال جوړه شوې چې د خلکو يوه ډله يو ځوان وژني.
په موبايل فون جوړه شوې دغه ويډیو د شنبې په ورځ مخې ته راغلې چې پکې ځينې خلک د پوليس له ګاډي سره نږدې ليدل کېږي .
په ويډیو کې د ځينو خلکو غږونه اورېدول کېږي چې وايي مړ دی مړی دی.
ويل شوي چې ويډیو د مانسهرې په ګړهي حبيب الله سيمه کې هغه مهال جوړه شوې چې کله د ځايي خلکو يوې ډلې يو ځوان د وهلو ټکلو وروسته په ډزو و وژلی.
مشال راډیو چې کله د يکشنبې په ورځ د ويډیو دکره والي په اړه د مانسهرې پوليسو د پلټنو څانګې له مشر ګلزرين خان سره تماس و نيولو نو هغه تصديق وکړ چې د شوهال درې کلي ځينو خلکو د عبدالستار په نوم يو ځوان له يوې نجلۍ سره د اړيکو په تور وژلی دی.
نوموړي زياته کړه چې دا پېښه د اپريل پر ۲۲ مه شوې وه خو ويډیو یې اوس مخې ته راغلې ده.
ده زياته کړه، تر پېښې وروسته پوليسو درې تورن کسان نيولي خو دوژل شوي ځوان کورنۍ د چارشنبې په ورځ پر ۱۰ نورو کسانو هم په وژنه کې د لاس لرلو تور لګولی.
په عبدالولي خان پوهنتون کې د اپريل پر ۱۳ مه د مشال خان تر وژنې وروسته دا څلورمه پېښه ده چې بلوه ګر يو څوک وژني يا يې د وژلو هڅه کوي.
د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان يوه مشره زهرا يوسف وايي، په دې هېواد کې تشدد ورځ تر بله زياتېږي نو ځکه دغسې پېښې رامنځ ته کېږي.
« د پاکستان ټولنه ورځ تر بلې ظالمه کېږي. هرې خواته ته دومره تشدد دی چې هغه د رياست له لورې هم دی او د طالبانو په شان د غير رياستي وسله والو ډلو لخوا هم دی. نو کله چې تشدد هر لورې ته خور شي نو دغسې پېښې بيا کېږي.»
که څه هم زهرا يوسف وايي چې په پاکستان کې د مذهب په نوم د خلکو پارول اسان کار دی خو په وينا يې که د مشال خان د وژنې په لړ کې سزاګاني ورکړل شي نو ښايي څه اغيز وکړي.
« د مشال خان په وژنه کې ککړو کسانو ته که مناسبه سزا ورکړل شي نو دا يو مثال جوړېدی شي. کېدی شي له دې سره د بلوه ګرو له خوا د وژنو لږ څه مخنيوی وشي. خو بلخوا که وکتل شي نو د مذهب په نوم د خلکو جذبات دومره راپارول شوي چې يو څوک د يوې پېښې په اړه منطقي سوچ نه خپلوي.»
د بشري حقونو فعاله زهرا يوسف زياتوي چې په پاکستان کې د انصاف په نظام کې نيمګړتياوي هم ددې سوب شوې چې خلک قانون په لاس کې اخلي او پخپله انصاف وکړي.
ددې په وينا د خلکو له خوا د انصاف کولو دا کار غلط دی.