په پاکستان کې ولې د ټولنيزو رسنيو فعالين له ځورونو سره مخامخ دي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې يو ځل بيا د ټولنيزو رسنيو فعالينو پرضد ددې هېواد پلټنو فدرالي ادارې اېف ای اې کاروايي کړې او ځينې کسان يې نيولي او ځینې يې د پوښتنې ګروېژنو لباره ور غوښتې. دا لومړۍ ځل نه دی بلکې وړاندې هم د ټولنيزو رسنيو فعالين تښتول شوي چې وروسته خلاص کړل شو. په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو فعالينو پرضد پراخېدونکيو دغو حکومتي اقداماتو موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د غير حکومتي ادارې ډېجېتل مېډيا مشر اُسامه خلجي او ليکوال او فعال تعليمند خان سره څېړل شوي دي.