ننګرهاریو عالمانو کابل برید د 'وحشیانو کار' وباله

ديني عالمان: ځانمرګي بريدونه حرام دي

بازمحمد عابد

د ننګرهار دیني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې د چارشنبې په ورځ د تر سره شوې چاودنې غندنه وکړه او په افغانستان کې روانه جګړه او ځانمرګي بريدونه يې د اسلام له نظره حرام وګڼل.

په ننګرهار کې دیني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې په کابل کې د چارشنبې په سهار د موټر بم چاودنې غندنه وکړه او په افغانستان کې روانه جګړه يې د هېواد د دښمنانو کار وباله.

دغه غونډه د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو رياست رابللې وه چې د جلال اباد ښار په ګډون په کې د بېلابېلو ولسواليو څخه دیني عالمانو برخه اخيستې وه.
د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

(( اسلام د امن، اخوت، ورولۍ او رحم دین دی. په اسلام کې انسان وژنه نشته دی. د دغو اعمالو د غندنې لپاره علمای کرامو دغه غونډه جوړه کړې، دغه اعمال چې ځانوژنه ده، په اسلام کې هيڅ اصل ورته نشته.))

مولانا نصرت الله د روژې په میاشت کې داسې بې رحمانه وژنې د وحشیانو کار وباله.

(( د الله تعالی په نزد باندې دغه خلک جهنمیان دي چې د روژې په مبارکه میاشت کې تروريستي اعمال تر سره کوي. دا یو ناروا عمل دی او دغه ناروا عمل موږ په کلکه غندنه کوو.))



د چارشنبې په ورځ په کابل کې د چاودنې له امله چې اکثرو ټپیانو ته خلکو اوبه ورکولې، هغوی يې له څښلو نه ځکه انکار کړی و، چې روژه يې په خوله وه. مولوي نعمت الله یوسفزي همدې خبرې ته په اشاره وايي چې د افغانستان دښمنانان دې د بې ګناه انسانانو له وژنو لاس واخلي:

(( ای بې ظميرو، یا وحشیانو، چې تاسو ده بې مفهومه او بې منطقه جګړه جایز ګڼئ، راشئ وګورئ چې پرون ډېری افغانان چې په خپلو وینو کې لت پت پراته وو، خو هغوی د اوبو یو غوړپ هم نه کولو چې روژې يې خرابې نه شي.))

د یادولو ده چې د چارشنبې په سهار چې د کابل په وزیر اکبرخان څوارلسم سرک موټر بم چاودنه وشوه، د راپورونو په اساس ۹۰ تنه پکې ووژل شول او تر ۴۰۰ پورې پکې ټپیان شول.