د مشال پلار: که انصاف ونه شي، د پاکستان څېره به نړۍ ته توره لاړه شي

د پاکستان سترې محکمې د مشال خان د وژنې د قضیې د څېړلو لپاره یوه ۱۳ کسیزه "ګډه پلټونکې ډله" جوړه کړې وه چې د تېرې یکشنبې په ورځ‌یې خپل راپور خپور کړ او پر مشال خان لګېدلي د مذهب د سپکاوي تورونه‌یې بې‌ځايه وګڼل او ویې‌ویل چې د هغه د وژنې پلان یوه میاشت مخکې جوړ شوی وو.

د مشال پلار اقبال خان پرون په پېښور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې د دې راپور هرکلی وکړ، خو ورسره‌یې وويل چې که قانوني سلاکار يې ور خوښه وکړي، نو د زوى قضيه به پوځي محکمې ته ولېږدول:

"په ستره محکمه کې مې هم د قاضي القضات صاحب په مخکې غوښتنه کړې وه چې موږ په مردان کې د خپل زوى دوسيه پر مخ نه شو وړلاى او زه يا زما مدافع وکيل دي هلته ولاړ شو، ځکه زموږ مخالفين ډېر بانفوذه او زورور خلک دي، نو موږ غوښتنه کوو چې زما د زوى قضيه دي له مردانه د سترې محکمې په امر کومې بلې محکمې ته ولېږدول شي. "

د مشال خان د وژنې په پېښه کې شپېته کسان تورن وو چې په هغو کې ۵۷ تنه نیول شوي او دا مهال د مردان په زندان کې بندیان دي او پاتې درې لا هم ورک دي او پولیس ورپسې پلټنه کوي.

په نيول شویو کسانو کې ۱۲ د پوهنتون مامورین، یو استاد او ۴۳ د پوهنتون محصلین شامل دي. په دوی کې اتو تنو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د ګډې پلټونکې ډلې په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې د مشال په وژنه کې د لاس لرونکیو کسانو په ضد دې قانوني چلند وشي څو په راتلونکې کې څوک داسې ګام وانه‎خلي.

د مشال پلار هم د انصاف غوښتنه کوي:

"د مشال شهيد په حواله زه نړۍ ته وګورم چې دا خلک را پاڅېدلي دي او د هغوى له‎خوا يا په ملک کې دننه د بشردوسته خلکو له‎خوا پر پاکستان فشار دى، نو زما دا خيال دى چې دوى د انصاف بنياد په دې ملک کې کښېږدي او که يې نه‎ږدي نو دا به ډېره لويه بدقسمتي وي او زموږ د دې ملک به نوره هم څېره بهر نړۍ ته توره لاړه شي."

د مشال پلار وايي، د ده د کورنۍ امنيت دي وساتل شي، ځکه چې وایي لوڼې یې د ورور تر مرګ وروسته ځانونه خوندي نه احساسوي او پوهنتون ته نه شي تللای:

"ما خپل زوی پوهنتون ته لېږلی وو چې تعلیم به وکړي، خو موږ د ده مړی ترلاسه کړ. موږ غوښتنه کوو هغه نجونو او هلکانو ته دې تحفظ ورکړل شي چې په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده‎کړې کوي، ځکه تر تعلیم لومړی د دوی ژوند مهم دی."

ټاکل شوې چې د پاکستان ستره محکمه راتلونکې اوونۍ د مشال خان د وژنې په قضیه کې پرېکړه صادره کړي او هغو کسانو ته سزا واوروي چې دده په وژنه کې یې مستقیم لاس درلود.

رپوټ: بارکوال میاخېل