دا ځل به د میاشتې لیدو کمېټه په پېښور کې کېني

په سېنېټ کې د مذهبي چارو قایمه کمېټۍ پرېکړه کړې چې د اختر مياشتې ليدو لپاره به دا ځل سرکاري کمېټۍ د جون په ۲۵مه نېټه په پېښور کې کښېني.

راپورونه وايي چې د اختر په يوه ورځ د کولو لپاره حکومت د قاسم علي خان جماعت د غير سرکاري کميټې يو غړی هم دا ځل په سرکاري کمېټۍ کې په کېنولو غور کوي. خو د قاسم علي جومات د کمېټۍ يو غړې وايي چې د اختر مياشتې ليدو لپاره به د دوی کمېټۍ له سرکاري کمېټۍ یوه ورځ مخکې یانې د جون په ۲۴ مه په خپل جومات کې کېني.

د خيبر پښتونخوا د مذهبي چارو وزير حبيب الرحمان مشال راډېو ته وويل چې د مذهبي چارو له وفاقي وزير سره یې په پېښور کې د سرکاري کمېټۍ د ناستې په اړه رابطه کړې ده.

نوموړی وايي چې که حکومت د اخترونو او د روژې مياشتې ليدو دا کشاله مستقله هوارول غواړي نو بايد چې قانون سازي ورله وکړي.

" د مرکزي حکومت د مذهبي چارو وزير ما ته وويلې دي چې دا ځل به سرکاري کمېټي پيښور کې کيني خو ډير تفصيل يې راسره نه دې شريک کړې."

په پاکستاني رسنيو کې داسې راپورونه هم خپاره شوې دي چې مرکزي حکوت د پيښور د قاسم علي خان جومات د غير سرکاري کميټې يو غړې همپه سرکاري کميټې کې د ا ځل د اختر د مياشت د ليد لپاره په کينولو غور کوي.

خو د قاسم علي خان جومات د کميټې يو غړې او وياند عابد کمال وايي چې حکومت ورسره لا تر اوسه په سرکاري کميټې د ناستې په اړه رابطه نه دې کړې او که رابطه ورسره وو هم شي نو دا ځل په سرکاري کميټې کې ناسته نه ده ممکن

" زموږ کميټې به په ۲۴ جون کښېنې ، سرکاري کميټې په ۲۵ جون کښيني خو په دغه ورځ به زموږ ديرشمه روژه وي او په ديرشمه روژه د کيټې د ناستې څه جواز نه جوړيږې او دا هم کيدې شي چې په ۵۹م جون زموږ اختر وي."

که چرې د قاسم علي خان جومات کميټې په خپل حساب په ۲۹ روژو د اختر اعلان وکړي نو سحر له د جون په ۲۵مه به پيښور کېد زياترو خلکو اختر وياو بيا هم په دغه ورځ ماښام به پيښور کې داختر مياشتې ليدو لپاره د سرکاري کميټې غونډه کېږي.

خو يو عالم دين مفتي ذاکر وايي چې مياشت د ليدو او يا نه ليدو د اعلان کولو اختيار يواځې له حکومت سره دی.

"په شريعت کې يواځې له سرکار سره دا اختيار دی، که هغوی څه غلطي کوي نو د ذمه وار به يې هم وي، نور علماء به يې ذمه وار نه وي، او د دې په مقابل کې که بل څوک د روژې يا اختر اعلان کوي نو په شريعت کې ورسره اختيار نه شته."

رویت هلال کمېټۍ په ۱۹۷۴م کال کې د قامي اسمبلۍ د يو قرارداد پهبنياد جوړه شوې وه.

او لا تر اوسه پورې د دې لپاره څه ډوله قانون نه دی جوړ شوی نو ځکه لا د رویت هلال سرکاري کمېټۍ ته آئيني حيثت نه دی تر لاسه او د قانون د نيشتوالي له وجې حکومت د اختر يا د روژې په خپل سر د اعلان کونکیو پرضد څه ډولهقانوني کاروايي هم نه شي کولی.