کراچۍ: له بندیانو ګڼ ممنوعه توکي راوتلي

د پاکستان نيمه - پوځي ځواک «رېنجرز» له پوليسو سره ګډه د ګل په ورځ د کراچۍ په مرکزي جېل کې عمليات کړي چې پکې موبايل، د موبايل سيمونه، يو اېس بي، ټي ويګانې او فريجونه په لویه شمېره کې ترلاسه شوي دي.

د رېنجرز يو مشر شاهد جاوېد د دې عملياتو په اړه له خبريالانو سره د خبرو پر وخت وويل چې په عملياتو کې یې تر یو سلو زيات موبايلونه، يو اېس بي او سیمونه ترلاسه کړي دي.

په جېل کې د موبايل سګنل بندولو يا نه کارېدو لپاره لګېدلې جېمرې بې کاره کولو لپاره وړې وړې الې لګول شوي چې په عملياتو کې نيمه- پوځي ځواک په خپله ولکه کې اخېستی دی.

نوموړي زياته کړه چې په جېل کې د موبايل کارولو لپاره خصوصي وختونه ټاکل شوي وو او دغه وړې الې به هم په دغه وخت کې کارول کېدلې.

((داسې ټول ټي وي سيټونه، فريجونه، ريفريجيرېټرې، د اوبو يخولو مشين او کولر، لنډه داټول هغه څه چې د قانون ترمخه يې په جېل کې د کېښودلو اجازه نه وه، لیرې کړل شوي دي. يا هغه ټول سامان لیرې کړل شوي دي چې مقصد يې د يوې خاصې طبقې قیديانو ته اسانتياوې ورکول وو.))

د کراچۍ جېل د ښار په يونيورسټي روډ باندې په داسې ځای کې دی چې هلته ودانۍ ډېرې دي. د چارواکیو په وينا چې په ياد جېل کې شاوخوا ۶۰۰۰ قیديان موجود دي.

د نيمه - پوځي ځواک ځايي مشر شاهد جاوېد زياته کړه چې د جېل چارواکیو له دوی سره رابطه وکړه چې وروستو يې د پوليسو په مرسته دا عمليات ترسره شوي دي. د نوموړي په وينا چې شاوخوا ۲۷ کاله وروستو په کراچۍ کې دا رنګ عمليات شوي دي.

شاهد جاوېد زياته کړه چې د جېل دننه له اتو تر لسو داسې شخصي پخلنځي وو چې قیديانو پکې د خپلې خوښې خواړه پخول.

((په مرکزي جېل کې چې کوم خپل پخلنځی دی د هغې نه علاوه له بده مرغه اته یا لس نور پخلنځي داسې وو چې کارول کېدل. تاسو به په دې اورېدو حېران شئ چې په دې ځايونو کې هغه ټول سامان هم موجود وو چې پکار وي لکه جوسر، اوون او ګېس سلېنډر، د دې هر څه سره دا ځايونه دننه کارول کېدل.))

په کراچۍ کې له ۲۰۱۳م راهیسې د وسله والو پرضد عمليات روان دي او زياتره قیديان هم په دې جېل کې ساتل کېږي.

د نيم پوځي ځواک د چارواکو په وينا چې د عملياتو پرمهال د جومات او لايبرېرۍ دننه هم لټون شوی او د لايبرېرۍ نه جهادي ليکونه هم ترلاسه شوي دي. د دې ترڅنګ شاوخوا ۳۳ لاکه روپۍ هم په دې عملياتو کې مخې ته راغلې دي.

د جون پر څوارلسمه د ياد جېل نه دوه وسله وال احمد ‘مُنا‘ او شیخ محمد ممتاز ‘فرعون‘ تښتېدلي وو چې تر دې دمه يې هېڅ معلومات مخې ته نه دي راغلي او د دې پېښې وروستو د جېل ۱۲ چارواکي له څوکيو لیرې کړل شوي دي.

احمد منا ته عدالت څوارلس کاله د قید سزا اورولې وه.

تردې وړاندې په ۲۰۱۴م له جېل سره نېزدې ابادۍ کې نيمه - پوځي ځواک رېنجرو يو داسې سرنګ هم پیدا کړی وو چې جېل ته دننه تللی وو. له هغې وروستو ځينې کسان نيول شوي وو او د دغه نيول شویو کسانو په وينا چې د سرنګ کیندلومقصد خپل ځېنې ملګري له قېده خوشې کول وو.