د افغانستان په اړه د ټرمپ انتظاميي پر نوې تګلاره د امريکايي پلاوي د سفر ممکنه اغېز؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سنېټر جان مېکېن په مشرۍ د امريکايي سنېټرانو يو پلاوي د اسلام اباد او کابل سفرونه ترسره کړي او د دواړو هېوادونو له ولسي او پوځي مشرانو سره يې د ترهګرۍ په ګډون په يو شمېر نورو اړوندو چارو غږېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ډونلډ ټرمپ انتظاميه به د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره د روانې جولايي په میاشت کې اعلان کړي.
پوښتنه داده چې د دغسې مهمو امريکا سنېټرانو سفر او د دواړو هېوادونو له چارواکيو سره خبرې اترې به په اعلانېدونکې تګلاره کې خپل څرک جوت کړي او که څنګه؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير او په کابل کې د شخړو او سولې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوې دي.