د مشال خان مقدمې منتقلولو غوښتنه شوې

د مشال خان وژونکو ته د سزا ورکولو لپاره مظاهرې هم شوې دي

په پېښور هایکورټ کې نن د جولای پر شلمه د مشال خان د مقدمې له مردانه بل ځای ته د انتقال په اړه د اپيل اورېدنه وشوه. بله اورېدنه به د جولايي په ۲۷ تاريخ کيږي.

د پېښور هایکورټ مشر قاضي د مشال خان د وژنې مقدمې بل ځای ته د انتقالولو په اړه د مردان ضلعي قاضي ته د جولای تر ۲۰مې وخت ورکړی و چې خپل رپورټ تیار کړي او ووايي چې ایا دا مقدمه دې په مردان جېل یا بل ځای کې پر مخ یوړل شي او که څنګه؟

د مشال خان پلار، اقبال خان په خپل درخواست کې غوښتنه کړې چې مقدمه دې د امنیتي وجوهاتو له کبله له مردانه بل ځای ته ولېږي. هغه مشال ريډيو ته وويل چې په مردان کې به پرې اثر رسوخ لرونکي خلک فشار اچوي نو ځکه بايد دا کېس بل ځای ته منتقل شي.

هغه مشال ريډيو ته وويل: ((زه وايم چې په دې کېس کې انصاف وشي. تر څو به خلک داسې وژل کيږي. نن يو مشال ووژل شو، سبا به بل مشال وژل کيږي. پکار ده چې ټول روشن فکره خلک په دې اړه خپل غږ پورته کړي.))

اقبال خان: تر څو به داسې ځوانان وژل کيږي؟

د سږ کال د اپرېل پر ۱۳مه په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې بلوه ګرو زده کوونکو مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور ووژلو خو وروسته پوليسو او ګډې پلټنيزې ډلې وويل چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه وو کړی او هغه تر يو سازس لاندې وژل شوی دی. په دې تړاو له پنځوسو ډېر کسان نيول شوي دي.

د جولايي په ۱۲ تايخ د اقبال خان يو وکيل سليم خان مشال ریډيو ته ويلي وو چې اقبال خان وايي که په مقدمه کې ورسره انصاف ونشو نو هغه به سره د خپلې کورنۍ په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته کوي.

نوموړي زياته کړه: ((د مشال خان پلار وايي چې يو غريب سړی دی، که د هېواد ادارې ورته انصاف نه ورکوي نو بله هېڅ لار ورسره نشته. دی به له خپلو بچیو سره په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو لوی دفتر مخې ته لاړ شي او هلته به ټولې نړۍ او د پاکستان بشر دوسته ولس ته خواست وکړي چې د هغه لپاره انصاف وغواړي.))