چين وايي چې د ون بيلټ ون روډ مشترکه منصوبې د جاري ساتلو لپار هيله مند دی او تل به له پاکستان سره ملګرتيا هم دا رنګ دوامداره ساتي.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د پاناما اسنادو تر پرېکړې وروسته به د دواړو هېوادونو پر اړیکو هیڅ اغېز ونه شي.
یاد وزارت ویلي چې د يو ګاونډي هېواد په حېث چين هيله مند دی چې د پاکستان ټول ګوندونه او ولس به ملکي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
امريکا هم په پاکستان کې راغلو سیاسي بدلونونو ته په غبرګون کې ویلي چې دا د پاکستان کورنۍ مسله ده او واشنګټن هیله من دی چې د نوي وزیراعظم له ټاکل کېدو سره به واک په سمه توګه انتقال کړل شي.
په اسلام اباد کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر منظور اپرېدی وايي چې دوه هېوادونه چې له يو بل سره اړيکې ساتي نو د هغې بنياد ملکي ګټې وي.
د ډاکټر منظور اپرېدي په وینا ،ځکه خو که وکتل شي نو له چين سره د پاکستان اړيکې کله هم د حکومت له بدلېدو سره نه دې اغيزمنې شوي.
ډاکټر منظور اپرېديوویل ، "يوازې په پاکستان کې نه بلکې که په چين کې هم حکومت بدلېږي نو دا پر تعلقاتو هېڅ منفي اغېز نه پرېباسي. دا خبره موږ د چين او پاکستان ترمنځ د ۷۰ کالو د تعلقاتو د تجربې په بنياد ويلی شو چې داسې کوم بد اثر پرېوتلی شي"
دا وخت د پاکستان او چين ترمنځ د چين پاک اقتصادي راهدارۍ لويه منصوبه روانه ده کوم ته چې د پاکستان او چين دواړو هېوادونو چارواکي د يوې لويې او تقدير بدلوونکې منصوبې په نظر ګوري.
پر دې پروژه که څه هم د نوازشريف په دور کې لاسليک شوی خو ډاکټر منظور اپرېدی وايي چې په تېرو وختونو کې هم منصوبې شروع کړل شوې دي او که حکومتونه يا افراد بدلېږي نو د هغې اثر پر دغه منصوبو کله هم نه شي پرېوتلای.
د پاکستان سپريم کورټ د جمعې په ورځ نوازشريف د وزیراعظمۍ لپاره نااهله وګرځاوی او نوموړي له هغهوروسته له خپلې دندې استعفی وکړه اوه ورسره کابينه هم ړنګه شوه.