اسفندیار یار ولي خان دا خبره د شنبې په ورځ په پېښور کې د خپل ګوند د مشرانو د غونډې تر مشرۍ کولو وروسته مشال راډیو ته وکړه.
نوموړي د خپلو تحفظاتو له څرګندولو ډډه کړې خو دا یې وویل چې د پاکستان د آئین د صادق او د آمین په اړه مادو نه د ضیا الحق هغه بدلون لري کول پکار دي او د۱۹۷۳م دآئین مطابق په اصل شکل کې د۶۲م او ۶۳م مادې بحالولپکار دي.
د سپریم کورټ لخوا د وزیر اعظم نواز شریف د نا اهلۍ په اړه د یو پوښتنې په ځواب کې اسفندیار ولي خان مشال رايډو ته وویل چېدوی وړاندې هم له وزیراعظم څخه د استعفا غوښتنه نه کوله.
اسفندیار ولي خان وویل چې په پارلیمان کې موجود سیاسي ګوندونوله پکار ده چې پارلیمان مظبوط کړي او د پارلیماناختیارات بلې کومي ادارې تهورنکړي.
اسفندیار ولي خان مشال راډیو ته وویل چې د۱۹۷۳م په اصل شکل کې چېري هم د صادق او د آمین په اړه د ۶۲م او ۶۳م د مادو غلط استعمال نه وو شوی خو بیا د ضیاالحقپه دور کې په دغه مادو کې بدلون وشو اود زرداري په دور کې چې په آیین کې ۱۸م بدلون کېدی نو د هغوي ګوند دغه مادې په خپل اصل شکل کې دبحالو وړاندیز ورکړی وو.
نوموړي وویل چې د دوی د دې وړاندیز تر ټولو زیات مخالفت هممسلیم لیګ نکړی وو او اوس هم په دې وجه مسلیم لیګ ن په نښه شو.
اسفندیار ولي خان وویل ، دوی غوښتنه کوي چې اوسنی پارلمان باید دا مادې په خپلاصلشکل کېبحالې کړي.
اسفندیار ولیخان لهمشال راډیوسره پهخبرو اترو کي زیاته کړه چې دوی چېري هم دا اجازه ورنګړي چې په پاکستان کې څوک جمهوریت یا پارلیمان ته زیان ورسوي.
هغه زیاته کړه چې اوس پکار ده مسلیملیګ نزر تر زه خپل نوی وزیراعظم وټاکيلکه څنګه چې د زرداري په دور کې سپریم کورټ یوسف رضا ګېلاني نا اهل ګرځولی وو نو تر هغه وروسته راجا پروېز اشرف وزیراعظم وټاکی او جمهوریت او پارلیمان ته هیڅ زیان نه وو رسېدلی.