د پاکستان په پارليمان کې د باجوړ استازي او نورو پښتنو مخورو ددې هېواد د شخصي ټيلي ويژن له کارکوونکي عامرلياقت حسینه غوښتې چې د خپلو څرګندونو په اړه دې بخښنه وغواړي.
د شنبې په ورځ شهاب الدين خان او نورو مخورو په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وویل چې د شخصي ټیلي ويژن بول کوربه عامر لياقت حسين د وزير قبيلې په اړه په خپله خپرونه کې نامناسبه خبرې کړې وې.
ده دا خبرې د قامي اسمبلۍ غړې عايشه ګلالۍ له خوا د تحريک انصاف پر مشر عمران خان د تورونو لګولو په تناظر کې کړې وې.
عايشه ګلالۍ د پښتنو له وزير قبيلې سره تړاو لري.
عامر لياقت ويلي وو چې ((ګلالۍ د وزيرو يوه قبيله ده چې د حرصناکو او دوکه بازو په توګه شهرت لري))
د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې تر خبرې غونډې وروسته له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان مشال راډیو ته وويل چې دوي يوازي د پښتنو نه بلکې په پاکستان کې د اوسېدونکو ټولو قامونو پرضد نامناسبه خبرې نه شي زغملی او اوس به هڅه کوي چې په پارليمان کې نه يوازي د دې پرضد غږ پورته کړي بلکې دوي به د قانون جوړولو لپاره هم د سلا مشورو وروسته تګلاره ټاکي.
شهاب الدين خان وويل چې په پاکستان کې بيلا بيل قامونو، مذهب او د مختلفو مسلکونه منونکي ژوند کوي، که دا يوې ډلې ته پرېښودل شي نو د دې مطلب دا دی چې دوی پاکستان ډوبول غواړي.
يوازي د پښتنو نه بلکې په پاکستان کې د اوسېدونکو ټولو قامونو پرضد نامناسبه خبرې نه شو زغملای شهاب الدين خان
(( موږ له ملګرو سره پر دې سلا مشورې کوو چې په پارليمان کې د دې عمل پوښتنه وکړو او د راروان وخت لپاره هم داسې قانون جوړ کړو چې په وړو قامونو پسې څوک دغسې سپکې خبرې ونکړي"
په اسلام اباد کې ميشت خبريال رحمت محسود وويل چې د افسوس خبره خو دا ده چې په ټي وي ناست يو کس ته دا نه ده معلومه چې ګلالۍ قبيله ده او که يو نوم دی.
د مظاهرې جوړوونکي او د وزير قبيلې ځوان خبريال عصمت وزير وويل چې دلته دوي بې له څه سياسي مقصده راټول شوي او يوازي د هغه خبرو پرضد دي چې بې له څېړنې د يوې قبيلې په اړه شوي او غوښتنه يې دا ده چې دغه کس دې بخښنه وغواړي او په راتلونکي کې دې دغسې خبرې نه کوي.
دوه ورځې وړاندې په کراچۍ کې او د شنبې په ماښام په اسلام اباد کې د عامر لياقت حسين پرضد مظاهرې وشوې او په پېښور کې هم د ګل په ورځ د احتجاج اعلان شوی وو.
خو د بول ټي وي دې کوربه عامر لياقت حسين د شنبې ماخستن د خپلو څرګندونو په اړه بخښنه وغوښتنه.