"د بابړې غميزه مې د څلورنيم کلونو په عمر کې و ليدله"

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن د اګست ۱۲ مه نېټه ده او له ننه ۶۹ کاله وړاندې هم په دې ورځ د چارسدې په بابړه کې حکومتي ځواکونو د هغه وخت د باچا خان په مشرۍ د خدايي خدمتګار تحريک د غړيو پر احتجاجي غونډه ډزې کړې وې. که څه هم په دې اړه تصديق شوې کره شمېره نشته خو ځايي خلک وايي، په ډزو کې شاوخوا ۶۰۰ کسان وژل شوي وو. دغه غونډه د با چان خان چې پوليسو نيولی وو، د خلاصون د غوښتنې لپاره رابلل شوې وه. د تېرو کلونو په شان دا ځل هم په بابړه او پېښورکې د عوامي نېشنل ګوند تر انتظام لاندې غونډې کېږي. ددې پېښې يو عيني شاهد عبدالکريم بابا دی چې هغه وخت د څلورنيم کلونو وو . نوموړي د مشال راډیو له خبريال شاهوناز ترکزي سره د سترګو ليدلی حال شريک کړی دی.