'واده شوې مېرمنې د ناوړه کارونو لپاره کارول کېږي'

د خېبر پښتونوا په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې اداره ((د خويندو جرګه)) وايي چې د شپږو داسې مېرمنو معلومات يې ترلاسه کړی چې له واده وروسته د غېراخلاقي کارونو لپاره کارول شوي دي.

د خویندو جرګې مشرې تبسم عدنان نن (جمعه) مشال راډيو ته وويل چې د غریبۍ له کبله نااشنا خلکو ته د پېسو په بدل کې خرڅې کړل شوې دې جینکو سره له واده وروسته نه یوازې بد چلند شوی بلکې له خپلوانو سره د ليدو لپاره هم نه دې پرېښودل شوي.

تبسم زياتوي په دې وروستیو کې يې په بس اډو (تمځايونو) کې له موجود خلکو سره خبرې کړې چې د هغو په وينا جينکۍ په زوره بېول کېږي. د نوموړې په وینا دا جینکۍ د پاکستان پنجاب صوبې او د پېښور په شمول د هېواد نورو برخو ته د واده په نوم قاچاق کېږي.

((د جینکو په وینا چې څنګه واده شي نو له څو ورځو تیرېدو وروسته د مېلمنو په نامه ناشنا خلک ورته راوستل کېږي. پر دې سربېره هغوی مفلونو ته د ګډا لپاره بېول کېږي او له هغه وروسته خلکو ته د ناوړه کارونو لپاره سپارل کېږي.)) د تبسم عدنان په وينا ځينې جينکۍ په تېښته کې بريالۍ شي او هغه نورې له مجبورۍ همدا ډول کارول کېږي.

۲۰ کلنه وږمه چې له سوات سره تعلق لري وايي چې د ۱۱ کلونو په عمر کې په یو داسې کورنۍ کې واده شوې وه چې هغوی ترې په زوره د ناڅګرې کار اخیستل کېده. نوموړې وايي تر اتو کالونو یې په محفلونو کې دا کار کړی دی چې بيا وروسته مجبوره شوه او د پلار کورنۍ یې خبره کړه.

د نوموړې په وینا چې عدالت کې یې د خلع لپاره درخواست جمع کړی دی.

د پاکستان د پلټنو فيډرالي ادارې سره په دې اړه تماس ونيول شو خو بريالي نشو چې پر دې موضوع خبرې ورسره وکړو. خو دې ادارې پر خپله وېبپاڼه د ۲۰۱۴م کال په راپور کې ليکلي چې د انساني قاچاق او د ښځو قاچاق د مخینوي په اړه د حکومت هڅې محدوه پاتې شوي دي.

په پاکستان کې کارکوونکې غیر سرکاري اداره ((کېمپ)) چې د ښځو د قاچاق پر مسلې یې له ۲۰۱۰م کال راهيسې کار پېل کړی وايي چې په تیرو ۳۰ کالونو کې له پاکستان، افغانستان، بنګله دېش او نیپال څخه شاوخوا ۳۰ مليونه ښځې او ماشومان قاچاق شوي دي.

د یادې ادارې په وینا چې ښځې د ښه روزګار او ماشومان د خپلوانو لخوا د تعلیم په پلمه قاچاق کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د کېمپ مشر نوید احمد شینواری وایې چې په پاکستان کې د انساني قاچاق په اړه صحیح معلومات نشته خو د ده په وینا چې مسله شته او د دې د مخنیوي لپاره قانون هم شته خو بايد عمل ورباندې وشي.

د ملګرو ملتونو د انساناني قاچاق د څانګۍ له مخې د نړۍ هرهېواد د انساني قاچاق له مسلې څخه متاثره دی او هر کال په زرګونو نارینه، ماشومان او ښځې نه یوازې په خپلو هېوادونو کې دننه بلکېبهرنيو هېوادونو ته هم قاچاق کیږي.