د پاکستان قامي اسمبلۍ د امريکا صدر ډونلډټرمپ هغه تورونه رد کړي چې پاکستان يې د وسله والو پټنځايونه لرلو تورن کړی وو. په قامي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند او مخالفه ډلو غړیو د بحث پرمهال د امريکا د صدر تورونه بې بنياده وبلل او ويې ويل چې د افغانستان پر معامله هند شاملول دغه هېواد بې ثباته کوي.
د کورنيو چارو پخواني وزير چودري نثار د قامي اسمبلۍ له سپيکره دا غوښتنه هم وکړه چې د امريکا کانګرېس مشر ته خط وليکي، پاکستان دې يوه کميټي جوړه کړي چې په افغانستان کې د وسله والو پټنځايونه په ګوته کړي، او که چرې له امريکا سره په پاکستان کې د وسله والو د ځايونو کوم معلومات وي بايد دوی ته يې ورکړي.
په قامي اسمبلۍ کې د بحث پرمهال د کورنيو چارو پخواني وزير او د واکمن ګوند مسلم ليګ ن غړي چودري نثارعلي خان وويل چې د امريکا ولسمشر بيان د هر پاکستاني سپکاوی دی، که نن دا تورونه لګي نو سوچ پر دې پکار دی چې دا په لومړي ځل نه دي شوي، په دې کې د دښمنانو سره سره خپل لاس هم دی.
"موږ له دا تاثر ورکول نه دي پکار چې خدای مه کړه کوم جنګ نښتی خو بل اړخ ته موږ دا بيان بايد ډېر سنجيده واخلو. پر نورو د تور لګولو وړاندې يوه تجزيه موږ بايد دننه هم وکړو. د دې تجزيې وروستو به موږ پر دې ورسو چې پاکستان دې حد ته رارسولو کې د دښمنانو او تش په نوم ملګرو کردار خو دی، خو زموږ يو خپل کردار هم په دې کې په ډاګه دی. پاکستان يو مضبوط هېواد دی او د دې ولس د دې نه هم زيات مضبوط دي"
په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر او د پيپلزګوند غړي خورشيد شاه وويل چې پر دې خبره سوچ پکار دی چې په تېرو څلورو کالو کې داسې څه وشو چې د پاکستان خارجه پاليسي دومره کمزورې شوه ځکه چې امريکا تل د پاکستان ملګرې پاتې شوې او نن هغوي هم پر پاکستان د بندېزونو دړکې ورکوي.
"نن موږ خپل حال دومره کمزوری کړی چې زموږ درې لوی ګاونډي هېوادونه دي چې پوله يې نېغ په نېغه زموږ سره لګي. بل چين دی چې په يو ګوټ د پاکستان سره ملاوېږي، د هغوي سره هم د پاکستان تاريخي اړيکې دي. چين زموږ نه لرې دی خو چې کومې مهمې پولې دي د هغه ټولو سره زموږ اړيکې سمې نه دي داسې ولې دي"
د پاکستان تحريک انصاف غړي شاه محمود قريشي د حکومت هغه فېصله وستايله چې خارجه وزير به چين، روس او ترکي ته ځي خو غوښتنه يې وکړه چې بايد ايران ته هم ولاړ شي.
قريشي زياته کړه چې د امريکا صدر دې داسې يو بل هېواد وښايي چې د ترهه ګرۍ پرضد جنګ کې يې د پاکستان د پوځ، پوليس او ولس نه يې زياتې قربانۍ ورکړې وي.
"صدر ټرمپ وايي چې موږ په اربونو ډالر ورکړي، موږ يې منو او مننه يې کوو ځکه چې موږ احسان فراموشه قام نه يو. خو زه وايم چې راشئ لږ حساب وکړو چې تاسو څومره راکړي او موږ يې څنګه قيمت ورکړی. زموږ زياتره معاشي پوهان وايي چې په دې جنګ کې موږ له ۱۲۰ اربه ډالرو نه زيات زيان زغملی، نو دوي دې هم ووايي چې څومره يې راکړي هر څه به په ډاګه شي"
شاه محمود قرېشي زياته کړه چې د پاکستان تل دا پاليسي پاتې شوې چې په افغانستان کې امن د پاکستان په ګټه دی ځکه چې دواړه هيوادونه يو بل سره په جغرافيايي توګه تړل شوي دي نو ځکه په يو هېواد کې امن د بل هېواد د امن ضمانت دی.
قامي اسمبلۍ د امريکا سوېلي اسيا تګلارې پرضد قرارداد منظور کړ
د امريکا صدر ډونلډټرمپ د نوې افغان پاليسۍ او پر پاکستان د تورونو پرضد د چارشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ کې په متفقه توګه قرارداد منظور کړ چې پکې لګول شوي ټول تورونه او نوې پاليسي په مکمله توګه رد کړل شوه.
د پاکستان خارجه وزير خواجه اصف دغه قرارداد وړاندې کړو او و يې ويل چې دا وخت پاکستانی قام يو دی او قامي اسمبلۍ د ټرمپ د ۲۱م اګست پاليسي ردوي.
خارجه وزير په افغانستان کې د امريکايي پوځ د کمانډر جنرل جان نکلسن هغه بيان هم رد کړ چې د افغان طالبانو شورا په کوټه يا پېښور کې وجود لري.
د منظور شوي قرارداد له مخې د پاکستان پوځ چې د ترهه ګرۍ پرضد کومې قربانۍ ورکړي او چې کوم جنګ کوي هغه له نظره غورځول شوي، که امريکا هند بالا کول غواړي نو دا به په منطقه کې بې ثباتي راولي.
قرارداد د امريکا هغه ګامونه هم غندلي چې په افغانستان کې هند ته زيات ځای ورکوي او دا يې د منطقې د بې ثباتۍ پر لور ګام ګرځولی.
د دې ترڅنګ په قرارداد کې د کشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ کولو تکرار هم شوی دی.
پارليمان د دې قرارداد له لارې هغه دعوه هم رد کړې چې ګنې پاکستان ته په اربونو ډالر د امداد په توګه ورکړل شوي دي، خارجه وزير وويل چې رښتيا خو دا دي چې پاکستان ته په دې جنګ کې له ۱۲۳ اربه ډالرو زيات زيان رسېدلی. د امريکا له خوا د هغه ۷۰زره پاکستانيانو قربانۍ هم هېرې کړل شوې چې د ترهګرۍ ضد روان جنګ کې ورکړل شوې دي.
قامي اسمبلۍ په افغانستان کې د داعش زياتېدونکې موجودګۍ باندې اندېښنې وښودلې اوپه ملک کې روان د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د ځواکونو د پوره ملاتړ او مرستو اعلان وکړ.
د ذکر ده چې د چارشنبې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې يواځې د امريکا صدر ډونالډټرمپ پر بيان بحث وشو او هغه ټول تورونه په متفقه توګه رد کړل شو چې صدر ډونالډ ټرمپ د سوېلي اسیا لپاره د تګلارې بيانولو پر وخت په پاکستان لګولي ول.