'د امریکا نوې کړنلاره د هند او افغانستان همکارۍ لپاره یو ښه چانس دی'

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په نوي ډیلي کې به د هند له ولسمشر، وزیر اعظم او بهرنیو چارو له وزیرې سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ پر یو شمېر نورو مهمو سیاسي او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.

ښاغلی عبدالله عبدالله چې نن يې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغان تولیداتو په یوه نندارتون کې برخه اخېستې وه، په یوه خبري ناسته کې وویل، ترهګري د سیمې لپاره ګډ خطر دی او باید په نابودولو کې يې ټول هېوادونه برخه واخلي.

عبدالله وویل، د امریکا نوې ستراتیژي د هند او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو یو نوی چانس پیدا کړی دی.

نوموړي ګاونډي پاکستان ته په اشاره وویل، افغانستان له ټولو ګاونډیانو سره نیکې اړیکې غواړي باید دوی هم ورته درنښت وښيي.

"په اول ګام کې هر هېواد خپلې ملي ګټې تعریفوي او له ګاونډیو سره زموږ د اړیکو په اساس د خپلو ملي ګټو تعریف همدا دی چې موږ له ټولو ګاونډیانو سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او همدا هیله له ټولو لرو، افغانستان هېڅ وخت بل ګاونډي ته خطر نه وو او نه‎دی، که کوم هېواد د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې ځانته د ویټو کولو حق ورکړي نو افغان حکومت به هېڅکله اجازه ورنه‎کړي. "

هغه د افغان توکیو دا نندارتون مهم وباله او ويې ویل هیله لري چې هندي سوداګر به د افغان توليداتو لپاره د مارکیټ په موندلو کې مرسته او همکاري وکړي.

نوي ډیلي کې د افغاني تولیداتو نندارتون

همدا شان نوموړي ډاډ ورکړ او ويې ویل چې افغان حکومت ژمن دی چې بهرنیو پانګه اچوونکو ته په افغانستان کې د پانګې اچونې زمینه برابره کړي.

له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې د کابینې د یو شمېر وزیرانو په ګډون نېږدې ۲۰۰ افغان سوداګر ملتیا کوي.

عبدالله عبدالله په دې خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د هندي چارواکو سره به د دوه اړخېزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ په سیاسي او امنیتي مسئلو هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره په خپله نوې ستراتيژۍ کې په افغانستان کې د هند په زیاتې مرستې ټینګار کړی دی.

راپور: اکرام الله اکرام