د کابل امنیه قوماندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس د سېشنبې ماسپښين مشال راډیو ته وویل چې د شمشاد په ودانۍ کې د دوی تصفيوي عملیات لا هم روان دي.
د ده په خبره په دې پېښه کې امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې ۲۳ ماشومان د دې ټېليويژن له وړکتونه وژغوري. د نوموړي په وینا امنیتي ځواکونو د شمشاد ټېليوژن ۱۲نارینه او ۶ ښځينه کارکوونکي، چې په ودانۍ کې ایسار وو، ژغورلي دي.
د دې پېښې مسولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.
تر دې وړاندې عیني شاهدانو ويلي وو چې ودانۍ ته له یوې چاودنې وروسته لږ تر لږه درې بریدګر ننوتل.
د شمشاد ټي وي يو خبریال فېصل ځلاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې په حفاظتي کېمرو کې یې ولیده چې وسله والو د دې ودانۍ یو ساتونکی وویشت او ودانۍ ته ننوتل. د نوموړي په وینا وسله والو د لاسي بمونو او ټوپکو ډزې کولې.
مخکینی ګزارش
د امنیتي چارواکو په وینا په دغه ودانۍ کې د ټي وي یو شمېر کارکوونکي موجود دي او دغلته ډزې لا هم روانې دي.
بلخوا عیني شاهدان وايي د پښتو ژبې دې ټي وي سټېشن ته له یوې چاودنې وروسته لږ تر لږه درې برید کوونکي ننوتل.
د شمشاد ټي وي خبریال فېصل ځلاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي په حفاظتي کیمرو کې یې ولیده چې وسله والو د دې ودانۍ یو ساتونکی وویشت او ودانۍ ته ننوتل، د ځلاند په وینا وسله والو د لاسي بمونو او ټوپکو ډزې پېل کړي دي.
په دې اړه نور معلومات لاهم را روان دي چې وخت په وخت به یې تاسو ته وړاندې کوو.